لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي په مومندو کې د ماربلو غر د نړېدو له امله د مړو شمېره 12 ته رسېدلې ده


د زيارت ماربل غر کې ګڼ شمېر درنګونه دي د غې نه د باردوي موادو په زيعه ماربل راوستل کيږي او د روزانه په حساب ترې په لسګونو ټرکه ماربل راوړل کيږي۔ ځايي خلک وايي په درګونو کې د داسې بيړني حالت د پاره کوم انتظام نشته خو نزدې ورته د مامد ګټ سيمه کې په نزديو کې يو روغتون جوړ شوې دې
د زيارت ماربل غر کې ګڼ شمېر درنګونه دي د غې نه د باردوي موادو په زيعه ماربل راوستل کيږي او د روزانه په حساب ترې په لسګونو ټرکه ماربل راوړل کيږي۔ ځايي خلک وايي په درګونو کې د داسې بيړني حالت د پاره کوم انتظام نشته خو نزدې ورته د مامد ګټ سيمه کې په نزديو کې يو روغتون جوړ شوې دې

د خېبرپښتونخوا د مومندو ضلعې انتظامي چارواکي وايي د ګل، دوشنبې، په ورځ مازيګر د تحصيل صافو زيارت ماربل غر نړېدو له امله لږ تر لږه 12کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور بې درکه او ویره ده چې د ملبې د لاندې شوي دي.

په پېښه کې د مړو د شمېرې پخلی د ژغورنې ادارې (ریسکيو 1122) کړی دی.

د ژغورنې ادارې ویلي د مړو شمېره 12 ته رسېدلې او د نورو د مالومولو دپاره کار روان دی.

د مومندو ډپټي کمېشنر افتحار عالم وي او ای ډيوه ته وويل د څلويښتو نه تر پنځوستو پورې تنانو په ملبه کې د ګېرېدو اطلاع ورته شوي ده خو په کره توګه هيڅ نه شي وويل چې څومره کسان د ملبي لاندې شوي دي.

افتحار عالم وويل دوي د ايف ډي ايم اې، ريلف ، ريسکيو او نورو امدادي ادارو ته خواست کړی چې د ژغورنې عمل کې ورسره برخه واخلي.

د غلنۍ روغتون مشر ډاکټر سمين شنواري وي ای ډیوه ته وويل تر اوسه د غلنۍ روغتون ته څلور مړي او يو زخمې تن راوړل شوی او د مامد ګټ روغتون ته درې مړي او پينځه زخميان وړل شوي دي.

ډاکټر سمين وويل په زخميانو کې څلور د ابتدائي طبي امداد وروسته کورونو ته ليږل شوي او دوه سخت ژوبل يي د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته د درملنې د پاره استولي دي.

ځايي خلک وايي د حکومتي اهلکارو سره په شريکه امدادي کار کې بوخت دي.

هلته موجود نور اسلام صافي ډيوه ته وويل د غر ډيره برخه رارغښتې ده ، په لاسو او وړه مشينرۍ د ملبي لاندې ګير تنان راوباسي خو دغه عمل ډير په قلاره روان دی " دلته د غټ غټ ګټان راپروتې او په لاسو او وړه مشينرۍ نه اخوا کيږي، لوي مشينرۍ ته په سمدستي توګه ضرورت دې".

د زيارت ماربل غر کې ګڼ شمېر درنګونه دي د غې نه د باردوي موادو په زيعه ماربل راوستل کيږي او د روزانه په حساب ترې په لسګونو ټرکه ماربل راوړل کيږي۔ ځايي خلک وايي په درګونو کې د داسې بيړني حالت د پاره کوم انتظام نشته خو نزدې ورته د مامد ګټ سيمه کې په نزديو کې يو روغتون جوړ شوې دې.

د ننۍ پېښې په اړه د معدينياتو د پاره د وزير اعلا صلاح کار عارف احمد زۍ پاکستاني مېډيا ته وويلي چې د پېښې د پلټنو امر کړې يي دې.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG