لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان پولیس: په څلورو ضلعو کې په ماشومانو د جنسي تېرې په 48 پېښو کې ککړ ټول ملزمان نیول شوي


پہ صوبہ کی د ماشومانو خلاف جرمونو کې د ککړو ملزمانو د مقدمو دپاره درې خصوصي عدالتونه جوړ کړی شوې دي، چې پکې په مردان بل په پېښور او دریم په اېبټ اباد کې دی. صوبايي حکومت اداره لري چې دا عدالتونه د صوبې نورو سیمو ته وغځوي
پہ صوبہ کی د ماشومانو خلاف جرمونو کې د ککړو ملزمانو د مقدمو دپاره درې خصوصي عدالتونه جوړ کړی شوې دي، چې پکې په مردان بل په پېښور او دریم په اېبټ اباد کې دی. صوبايي حکومت اداره لري چې دا عدالتونه د صوبې نورو سیمو ته وغځوي

د خېبر پښتونخوا پہ مردان ضلع کی علاقايي پولیس پہ یو رپورټ کې ویلي چې په مردان، صوبايي، چارسده او نوښار ضلعو کی د سږ کال پہ 10 میاشتو کی په ۴٨ ماشومانو جنسي تېري شوي او په ټولو تېریو کې ککړ کسان نیول شوې دي.

د پولیس رپورټ ترمخه، په دغه وخت کې پہ ماشومانو د جنسي 46 ناکامہ تېرې هم شوې دي.

په مردان، صوابۍ، چارسده او نوښار ضلعو کې د 48 کېسونو په اړه پولیس وویل په دغو پېښو کې پہ مردان کې 11، صوابی کې 13، پہ نوښار کې 18 او په چارسده کې په ماشومانو د جنسي تېري شپږ مقدمې درج شوې دي او پکې نامزد ټول ملزمان پولیس گرفتار کړي دي.

د ماشومانو د حقونو دپاره کارکونکی عمران ټکر وي او ای ډیوه ته وویل وړاندې به داسې ډول شمېرې مخې ته نه راتلې او نه به هم په میډیا کې داسې شمېرې رپورټ کېدلې.

عمران ټکر وویل دا د ستاینې وړ گام دی چې پولیس داسې شمېرې عام کړي په نتیجه کې به یې حکومت او عدالتونه هم په ماشومانو د جنسي تېري خلاف گامونه اخلي او ولس ته به هم معلومیږي چې په ماشومانو په زور زیاتي کې کوم خلک ککړ دي. هغه امید څرگند کړو هې امید کېدلی شي چې اوس به ملزمانو ته سزاگانې هم ورکړی شي.

په مردان کې د ماشومانو خلاف جرمونو دپارہ بېل عدالت ھم جوړ شوی دی. دې عدالت ته په ماشومانو د جنسي تیرو 220 کیسونہ منتقل شوي او د مقدمو اورېدنې هم شروع شوې دي چې پکې د 10 ملزمانو په ضمانت د ازادیدو خواستونه رد شوي هم دي.

قانوني ماهر او د هايي کورټ وکیل اکبر هوتي وايي پہ دغه عدالتونو کی مقدمې په چټکتیا فيصله کیږی او په دغه فیصلې زر عملي کړی شي. هغه امید څرگند کړو چې د دې گامونو په نتیجه کې به په ماشومانو د جنسي تېري غوندې جرمونه کم شي.

پہ صوبہ کی د ماشومانو خلاف جرمونو کې د ککړو ملزمانو د مقدمو دپاره درې خصوصي عدالتونه جوړ کړی شوې دي، چې پکې په مردان بل په پېښور او دریم په اېبټ اباد کې دی. صوبايي حکومت اداره لري چې دا عدالتونه د صوبې نورو سیمو ته وغځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG