لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا د بجلۍ د تقیسم دپاره کمپنۍ جوړول غواړي خو مرکز پرې اعتراض ګړی


د حکومتي سرچينو تر مخه دا وخت په خېبرپښتونخوا کې د اوبو نه ۱۶۲ مېګاواټه بجلي جوړېږي او د وزير اعلی د توانايۍ سلاکار حمايت الله وايي چې په راتلونکې دوه کالو کې به دا پېداوار تر ۲۱۴ مېګاواټه رسول کېږي
د حکومتي سرچينو تر مخه دا وخت په خېبرپښتونخوا کې د اوبو نه ۱۶۲ مېګاواټه بجلي جوړېږي او د وزير اعلی د توانايۍ سلاکار حمايت الله وايي چې په راتلونکې دوه کالو کې به دا پېداوار تر ۲۱۴ مېګاواټه رسول کېږي

د خېبرپښتونخوا حکومت د بجلۍ د پېداوار او ترسیل دپاره د ټرانسمېشن او د ګرډ د خپلې کمپنۍ جوړولو منصوبه لري او غواړي چې د وفاقي حکومت نه اجازت ترلاسه کړي.

د خېبر پښتونخوا د اعلا وزير د توانايي صلاح کار حمايت الله خان ویلي د بجلۍ ليږدولو ځانګړي نظام سره به په ٌصوبه کې د اوبو نه پېدا کيدونکي بجلي کارخانو ته ورکول اسان شي.

د پاکستان مرکزي حکومت د بجلۍ محکمې څو ورځې وړاندې د ځانګړي ټرانسمېشن او ګرډ سټېشن جوړولو باندې اعتراضونه راپورته کړي وو خو حمايت الله خان وايي د صوبايي حکومت دغه ګام د ائين سره سم دې.

"ائين او قانون هرې صوبې ته د ځانله ګرډ سټشن او د بجلۍ د خورلو د نظام جوړولو اجازه ورکوي، صوبايي کابينې د دې منظوري ورکړي، په لسم نومبر نېپرا کې د دې خبرې اوريدنه کيږي او دوي باوري دي چې په حق کې يي پريکړه وشي"

نېپرا په مرکزي کچه د بجلۍ د تقیسم دپاره تګلاره جوړوونکي د وفاقي حکومت اداره ده۔

د چارسدې ضلعې د شبقدر تحصيل د بجلۍ د محکمې اېکسيین شوکت الله وي او ای ډيوه ته وويل که نېپرا اجازه ورکړي نو د خېبرپښتونخوا دپاره د بجلۍ د تقیسم ځانګړي کمپني ګټوره ثابتېدې شي۔

د کال ۲۰۲۰ د مۍ په مياشت د خېبر پښتونخوا حکومت پريکړه کړې وه چې په صوبه کې به ټرانسمېشن او ګرډ کمپني جوړوي۔

د صوبې وزير اعلا محمودخان په ټوېټر ليکلي وو: "خپله بجلي خپل اختيار" او زياته کړې یې وه چې د دې کمپنۍ جوړېدو وروسته به په صوبه کې په جوړېدونکې بجلۍ د صوبې اختيار وي.

د وزير اعلی د توانايۍ د محکمې سلاکار حمايت الله خان ډيوه ته وويلي وو دوی د وړو ډېمونو نه د بجلۍ پېداوار نزدې ۲۰۰ مېګاواټه ته رسولی دی چې زر به قریباً ۳۰۰ مېګاواټه ورسول شي.

حمايت الله وويلي وو د دې کمپنۍ جوړولو سره به په صوبه کې د بجلۍ په ترسيل کې خنډان هوار شي او د اوبو نه جوړېدونکې ارزانه بجلي به د دې کمپنۍ له لارې خورېږي او د دې لارې لوی مقصد يي کارخانو او نورو کاروباري ځايونو ته ارزانه او اسانه بجلي ورکول دي۔

کارپوهان وايي د اتلسم اييني ترميم وروسته صوبو ته په خپلو وسايلو تر ډېره حده واک ترلاسه دی او د دې ګټه وړو صوبو ته زياته رسېږي.

د حکومتي سرچينو تر مخه دا وخت په خېبرپښتونخوا کې د اوبو نه ۱۶۲ مېګاواټه بجلي جوړېږي او د وزير اعلی د توانايۍ سلاکار حمايت الله وايي چې په راتلونکې دوه کالو کې به دا پېداوار تر ۲۱۴ مېګاواټه رسول کېږي.


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG