لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت ترهگرۍ ځپلو کاروبارونو سره د مالي مرستې اعلان کړی


د خېبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د ترهگرۍ او د سیلابونو دلاسه نقصاني شوو کاروبارونو د بیا بحالۍ لپاره کاروباریانو سره د مالي مرستې دویم پړاو پېل کړی دی.

د صوبې د وړو کاروباریانو سره د مالي مرستې ادارې سمال اېنډ میډیم انټرپرائز ډوېلپمنټ اتهارټي (سمیډا) په ټوله صوبه کې د ترهگرۍ او په کال 2010 کې د سېلابونو نه د ځپلو شوو کاروباریانو لپاره د مالي مرستو دویم پړاو د گل/دوشنبې د ورځې څخه پېل کړی دی.

د سمیډا مشر جاوېد اقبال خټک وي او اې ډیوه ته وویل چې په قبايلي ضلعو کې به د کاروبارونو بحالۍ لپاره گرانټ هغه متاثره کاروباریانو ته ورکول کیږي چې خپل کاروبارونه یې د کال ٢٠١۴ د مۍ د میاشت د اولنې نېټې نه وړاندې په ضم شویو ضلعو کې درج کړی وي.

ددې ترڅنگ د گرانټ (مالي امداد) اخستونکو کاروباریانو ته دا شرط هم اېښودل شوی دی چې د کاروبار ختمېدو په وخت یې که مالک سړی و نو چې لږترلږه درې او که د کاروبار مالکه زنانه وه نو ورسره لږترلږه دوه کسان په روزگار وو.

د سمیډا مشر جاوېد اقبال وویل چې ځپلو شویو کاروباریانو ته به درې قسمه گرانټ یا مالي امداد ورکړی کېږي.

1 د ترهگرۍ او سېلاب نه نېغ په نېغه متاثره کاروباریانو ته به 25 لاکه روپۍ ورکړی کېږي.

2 هغه کاروباریان چې نېغ په نېغه د ترهگرۍ یا سېلاب نه متاثره شوي نه وي خو د پېدا شوو حالاتو له امله یې کاروبار ختم شوي وي، ورته به 20 لاکه روپۍ گرانټ ورکړی کېږي.

3 او هغه څوک چې د دریو یا د دریو نه زیات کسان په شریکه سره کاروبار پېل کول غواړي، هغوي ته به تر لس میلینه روپو پورې مالي گرانټ ورکړی کېږي.

د وړو کاروبارنو د پرمختیا ادارې مشر وویل چې ددې پروگرام نه په خاصا توگه اغېزمنه شوې زنانه زیاته گټه پورته کولې شي ځکه چې د هغوي لپاره پکې اسانتیاوې ډېري دي.

د سمیډا مشر د ډیوه په هېلو وي او اې پروگرام کې د مالي مرستو حقداره کسانو باندې غږ اوکړو چې د خپلو درخواستونو سره دې د خپل شناختي کارډ کاپي، دوه عکسونه، د کاروبار لپاره د اخستونکو مالونو د درېو کمپنو د نرخونو (کوټېشن) تفصیل هم جمع کړي.

د سمیډا مشر وویل چې باېد هر متاثره کاروباري تن داسې یو ثبوت هم د درخاستونو سره جمع کړي چې پکې د لیک وي چې د کال 2014 نه وړاندې ېی په متاثره سیمه کې کاروبار لرلو.

جاوید اقبال وویل چې د قبايلي ضلعو خلک د سمیډا د دفتر نه علاوه د د خپلو سیمو اسسټنټ کمشنرانو په دفترونو او په حبیب بنکونو کې هم دغه خواستونه سره د ضروري دستاویزاتو جمع کولي شي.

خواست کونکي که په خاستونو ورکولو کې کوم مشکل لري نو د سمېډا د پېښور دفتر کارکونکو سره په لاندیني ټیلي فون نمبرو رابطه کولی شي او د هغوي نه تکنیکي مرستې هم اخستلی شي.

091- 9213046/091 9213047

ددې نه علاوه حقداره کسان د سمیډا په سرکاري وېب پاڼه هم خپل خواستونه ان لائن جمع کولې شي.(www.SMEDA.org)

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG