لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا حکومت صوبه کې د غنمو کمی پوره کولو دپاره د غنمو درامد کوولو فېصله کړې


د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو پاکستاني ميډيا ته ويلي په صوبه کې دا وخت ۶ لاکه ټنه د غنمو ذخيره موجود ده، يو لاک ټن ورته "پاسکو" ورکړي او د يو لاک ټن غنمو نورو ورکولو پلان لري
د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو پاکستاني ميډيا ته ويلي په صوبه کې دا وخت ۶ لاکه ټنه د غنمو ذخيره موجود ده، يو لاک ټن ورته "پاسکو" ورکړي او د يو لاک ټن غنمو نورو ورکولو پلان لري

د خېبرپښتونخوا حکومت د غنمو کمي پورا کولو د پاره په بيړني توګه يو نيم لاک ټن غنم درامد کولو پريکړه کړې ده۔

د خېبرپښتونخوا د وزير اعلا په مشرۍ کې د ګل، دوشنې، په ورځ د کابينې غونډه کې پريکړه وشوه چې يو نيم لاک ټن غنم به په بيړني توګه د وفاقي حکومت په زريعه صوبې ته درامد کيږي۔

ميډيا سره شريکې کړې شوي خبر پاڼه کې وويل شوي په دې به اته نيم بيلينه روپۍ لګښت راځي۔

کابيني د غنمو او وړو خلکو ته په ارزانه بيعه ورکولو د پاره د درې بيلينه روپو د سبسيډۍ منظوري هم ورکړې ده او دې تر څنګ په ملکي او مقامي کچ د غنمو اخیستو د پاره د وزير خوراک، وزير تعليم، وزير خزانه او سيکټري خوراک بشمول يو کميټي هم جوړا کړې شوې ده۔

د وړو د ملونو مالکانو اتحاديي د حکومتي د پريکړو هرکلې کړی دی۔

د خېبرپښتونخوا د وړو د ملونو د اتحاديي مشر محمد اقبال وي او ای ډيوه ته وويل په صوبه کې ۱۲۸ د ووړو ملونه دې۔

محمد اقبال وايي په صوبه کې ملونه د روزانه په حساب ۱۲۰۰۰ ټنه غنمو ته اړتيا لري خو موجوده وخت ورته ۲۰۰۰ ټنه کوټه ورکړل کيږي۔

نوموړي وويل که د حکومت لخوا د روزانه په حساب ۶۰۰۰ ټنه غنم هم ورکړل شي نو د ووړو بيعې به نه سېوا کيږي " که د غنمو کوټه شپه زره ټنه ته هم ورسي نود وړو بعيه به نه سېوا کيږي"

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو پاکستاني ميډيا ته ويلي په صوبه کې دا وخت ۶ لاکه ټنه د غنمو ذخيره موجود ده، يو لاک ټن ورته "پاسکو" ورکړي او د يو لاک ټن غنمو نورو ورکولو پلان لري۔

محمد اقبال وايي که صوبه کې د غنمو ذخيره لس لاکه ټنه ته ورسي نو د صوبې ضورت پورا کولې شي۔

د پېښور د ډوډۍ پخونکو يا نانبيانو د اتحاديي مشر ښائسته ګل وايي په تيرو دوو مياشتو کې د ۸۵ کلو د وړو د بورۍ قيمت د ۵۰۰۰ نه ۶۰۰۰ روپۍ ته سېوا شوې دې۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG