لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د خېبر پښتونخوا کرونده گر دې د غنمو غوره توخمونه وکري



په پیرسباق کې د زراعت د څېړنې ادارې څېړونکی خلوت افریدي وايي چې د باران نه وروسته د وتر سره سم د غنمو کر پکار دي
په پیرسباق کې د زراعت د څېړنې ادارې څېړونکی خلوت افریدي وايي چې د باران نه وروسته د وتر سره سم د غنمو کر پکار دي

غنم د خوراک اهمه برخه ده او په دې موسم کښی په پښتونخوا کې په خوا او شا ١٧لکه هیکټره د غنمو فصل کرل کیږي.

که څه هم د غنمو په پېداوار کې یو کال یا بل کال لاندې باندې وشې خو د دې مختلف وجوهات وي چې پکې د ځمکې کیمیاوي ساخت او اوبه خور غوندې عوامل شامل دي.

په نن سبا ورځو کې د خېبر پښتونخوا په زیاتره برخو کې د اوبه خور دپاره د اوبو کمی وي.

ماهرین وايي که کرونده گرو ځمکه د غنمو د کر پاره تیاره کړې وي خو سږ کال په پټي کې د توخم د غورځولو مناسب وخت د نومبر میاشت ده.

په کوم کال چې بارانونه د اوبه خور کمی پوره کړي نو د غنمو د پېداوار په لحاظ دغه بهتر کال گڼل کیږي.

خان شیر د سیند په غاړه پټی د ډیزلو پمپ په زریعه د سیند نه اوبه کوي وايي د تیرو ورځو بارانونو یې پټې ښه وتر کړی دی. خان شیر وايي کله چې پټې د گني نه خالي کوي او د غنمو دپاره یې تیاروي نو د کر وخت د ډسمبر میاشت ووځي او په دغه وخت کې د نهرونو د صفايي دپاره اوبه کمې وي.

په پیرسباق کې د زراعت د څېړنې ادارې څېړونکی خلوت افریدي وايي چې د باران نه وروسته د وتر سره سم د غنمو کر پکار دي.

خلوت افریدي وویل نن سبا د خېبر پښتونخوا په زیاترو برخو کې د غنمو کر روان دی او د توخم ښه قسمونو کې "پیرسباق ١٣" او "شهکار ٢٠١٣" شامل دي نهري او باراني ځمکو دپاره یې تجویز کوي. هغه زیاته کړه چې په کال ٢٠١٥ کې "پیرسباق ١٥" راویستل شوی و، دغه توخم هم غوره قسم دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG