لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي: د 12 کان کيندونکو مړي او شپږ نور په ټپي حالت کې را ايستل شوي


د بلوچستان صوبې په هرنايي سيمه کې د سکرو په کان کې د بند پاتې 12 مزدرانو مړي، او شپږ نور بيا په ټپي حالت کې را ايستل شوي دي.

وزیراعظم شھباز شریف او د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي پر پېښه خفګان څرګند کړی دی.

شھباز شریف د امدادي کارونو تېزولو او ژوبلو د ښې درملنې لارښوونه کړ‎ې دہ او سرفراز بګټي د پېښې رپورټ غوښتی دی.

‎نن د چارشنبې- شورو په ورځ د بلوچستان د ماینونو او معدنیاتو د محکمې مشر عبدالغني وي او اې ډیوہ ته د ټیليفون له لارې وویل،

‎“ياد مړي له پينځلس ساعتونو د روانو هڅو په نتيجه کې له نړېدلي کانه را ايستل شوي دي، پرون د سه شنبې په ورځ له مرکز کوټې څخه د 150 کيلوميتره په واټن کې پرته د هرنايي په زردالو سيمه کې د کان د نړېدو په پېښه کې 18 کان کيندونکي مزدوران لادرکه شوي وو، ياد کان چې مزدوران پکي بند پاتي شوي، زر فټه ژور دی، د زھرجن میتین ګېس د جمع کیدو له امله چاودنه شوې”۔

‎ د کان په دې وروستۍ خونړۍ پېښه کې مړ‎ہ شوي او ژوبل شوي کان کيندونکي د پښين، کوټې او زردالو سيمو اوسېدونکي دي.

ژوبل کان کيندونکي سيمه یيز روغتون ته وړل شوي دي. د چارواکو په وینا حالت یې له خطرہ وتلی دی۔

‎ د بلوچستان د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د ادارې پي ډي ايم اې ډايريکټر جنرل جهانزيب خان بېګا رسنيو ته ويلي وو، چې د صوبې د وزيراعلا سرفرازخان بګټي په امر سيمې ته د ريسکيو دوه ټيمونه لېږل شوي، چې په کان کې بند کان کيندونکي خوندي راوباسي، خو د شپې تر نيمايي کوم پرمختګ نه وو شوی.

د ريسکيو ټيمونو ترڅنګ زردالو سيمې ته امدادي توکي هم لېږل شوي وو.

‎د پېښي په اړه د سيمې کان کيندونکي وايي، چې پېښه هغه وخت وشوه، کله چې د چاودنې په نتيجه کې کان پرېوتی او لس کان کيندونکي پکې پند پاتي شول. اته کان کيندونکي د هغو د ژغورلو لپاره کان ته کښته شول، خو په کان کې د ګېس جمع کېدو او کان نړيدلو له امله هغه هم بند پاتي شول.

په بلوچستان کې د هرنايي ترڅنګ په څماولنګ، مارواړ او دکۍ سيمو کې زرګونه د ډبرو سکرو کانونه دي، چې پکې شاوخوا 70,000 مزدوران کار کوي.

‎په کان کيندونکو کې زيات شمېر د بلوچستان د اوسېدونکی دی خو د يو شمېر يې د خيبرپښتونخوا د شانګلې او افغانستان د مزدورانو هم دی.

د پاکستان د بشري حقونو کميشن په يو رپوټ کې د کان کيندونکو پر خونړۍ پېښو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي، چې هرکال له سل بيا تر دوه سوه پوري خواري کښان په کانونو کې د کان پرېوتو، چاودنو او ګيس جمع کېدو په پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي. چې له لاملونو يې يو د اسانتياوو نشتوالی هم دی،

حکومت او اړونده ادارې په دې اړه عملي ګامونه نه دي اخيستي، خو حکومت د پېښو پړه بيا مزدورانو او کان خاوندانو وراچوي، چې احتياطي تدابير نه کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG