د لبنان د طبي امداد د سرې سپوږمۍ ادارې ویلي د هېواد په شمالي برخه کې په رهایشي ودانۍ د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. دا سیمه د لبنان په ختیځې او سویلي علاقو کې د حزب الله د مرکزونو نه لرې ده.
د اسرایل پوځ په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه دا مالوم ده چې د برید هدف څه وو خو په برید کې یوه عام ودانۍ په ائتو نومې کلي کې ویشتل شوې.
د دې وړاندې د فلسطین طبي چارواکو ویلي د ګل په ورځ سهر د غزه په یوه روغتون باندې د اسرایل په بمبارۍ کې لږترلږه څلور فلسطینیان ووژل شوو او نزدې د بی کوره شوو خلکو خیمو ته د هور لمبې غځېدلي چې پکې د شلو نه زیات کسان سخت سوځېدلي.
د اسرایل پوځ وايي دوي په عامو خلکو کې پټ وسله وال ویشتلي خو ددغې يي کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی. په نزدیو کې اسرایلي پوځ څو څو وارې د کډوالو خیمې او پناه ځایونه بمبار کړي او تور پورې کوي چې دغلته د حماس وسله وال پټ وو او د عام خلکو د ځایونو نه حملې پلانوي.
د الاقصا شهیدانو نومې روغتون د دیرالبلح مرکزي سیمه کې دی.چرته چې څو ساعته وړاندې په یوه سکول باندې د اسرایلي بمبارۍ څخه د ژوبلو فلسطینیانو درملنه روانه وه. په نصیرت سیمه کې دغه سکول باندې شوې بمبارۍ کې شل فلسطینیان وژل شوي.
د ملګرو ملتونو فلسطیني کډوالو لپاره مرستندویه ادارې نن ویلي د فلسطینیانو لپاره دغه یوه بله بوږنونکي شپه وه. اداره وايي ټاکل شوې وه چې نن به په دغه سکول کې ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد واکسین ورکول کیدل.
د اروپايي اتحاد خارجه چارو مشر جوزف بورېل نن په لبنان کې د ملګرو ملتونو لخوا د سولې پرځاۍ ساتلو لپاره ګمارل شوو عسکرو باندې د اسرایل لخوا برید په سختو ټکو غندلی او خبریالانو سره خبرو کې يي ویلي چې دا ډول بریدونه دې زرترزره ودرول شي.
د حزب الله ډلې ویلي نن يي د اسرایل سمندري ځواکونو په اډه باندې بریدونه ترسره کړي.دوی وايي چې د اسرایل په شمالي برخه حیفه کې يي د اسرایل سمندري پوځ په اډه راکټي بریدونه کړي او دغه برید يي خپل وژل شوي مشر حسن نصرالله ته ډلۍ بللې.
د اسرایل پوځ وايي د ګل په ورځ د حیفه سره نزدې بن یامینه تربیتي مرکز باندې ګوزار کړل شوې راکټې يي په هوا کې ناکامه کړي دي.
د اسرایل رضاکاره ډلې یونایټډ هټزله ویلي په بن یامینه سیمه کې ددوي ډلو شپېتو پورې ژوبلو تنانو ته طبي مرستي رسولي دي.
د اسرایل پوځ ويلي د حزب الله وسله واله ډلې لخوا په ډرون برید کې څلور عسکر د اتوار ورخې په اخیرۍ برخه کې وژل شوي دي.
نزدې دوه هفتې وړاندې د اسرایل لخوا حزب الله خلاف زمکنۍ حملو شورو کولو ورستو دا تر ټولو خونړۍ حمله ده.
په لبنان کې مېشت حزب الله د برید مسولیت په غاړه اخستې او وايي چې دا د زیارت په ورځ بیروت کې د اسرایل د حملې انتقام دی، په بیروت باندې دغه حمله کې ۲۲ کسان وژل شوي وو.
Forum