لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اسبملي ماته کړی شوه،نوی حکومت به څنګه جوړيږي؟


ګورنر غلام علي ویلي، تيره شپه په لس بجې ورته د وزیراعلا محمود خان لخوا د اسمبلۍ ماتولو سمري ترلاسه شوې او نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ [18 جنورۍ] یې د ايين ترمخه سمري لاسليک کړه او اسمبلي یې ماته کړه
ګورنر غلام علي ویلي، تيره شپه په لس بجې ورته د وزیراعلا محمود خان لخوا د اسمبلۍ ماتولو سمري ترلاسه شوې او نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ [18 جنورۍ] یې د ايين ترمخه سمري لاسليک کړه او اسمبلي یې ماته کړه

د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي د صوبې د اسمبلۍ ماتولو سمري لاسليک کړه او اسمبلي ماته شوه. د اسمبلۍ ماتولو په اعلاميه کې ويل شوي چې موجوده وزيراعلا محمود خان به د نګران حکومت جوړېدو پورې په خپله څوکۍ وي.

د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو څانګې د اسمبلۍ ماتولو اعلاميه په خپله فېس پاڼه خپره کړې ده.

ګورنر غلام علي ویلي، تيره شپه په لس بجې ورته د وزیراعلا محمود خان لخوا د اسمبلۍ ماتولو سمري ترلاسه شوې او د شورو/ چهارشنبې په ورځ [18 جنورۍ] یې د ايين ترمخه سمري لاسليک کړه او اسمبلي یې ماته کړه.

په اعلاميه کې ويل شوي وزیراعلا محمود خان به د نګران حکومت جوړېدو پورې په خپله څوکۍ وي. او بيا د ايين ترمخه به وزيراعلا او د اپوزيشن مشر په مشوره نګران وزيراعلا ټاکي.

که د وزيراعلا او د اپوزيشن مشر سلا رانه شي بيا به څه کيږي؟

دغه پوښتنې ته په ځواب کې قانون پوهه سلیم خان اېډوکېټ وايي، د ايين ترمخه د وزيراعلا او اپوزيشن د مشر د سلا نه راتلو په صورت کې به پارليماني کمېټيانې جوړولی شي او دغه کميټيانې به بيا نګران حکومت جوړوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، که کميټيانې هم سلا نه شوې بیا به دغه مسله الېکشن کمېشن ته لاړه شي او الېکشن کمېشن به بيا نګران حکومت ټاکي.

سليم خان وايي، الېکشن کمېشن چې نګران حکومت جوړ کړي نو نګران حکومت به پابند وي چې په 90 ورځو کې به انتخابات اعلانوي او نوي انتخابات به کيږي.

هغه زياته کړه دا به جنرل يا عام انتخابات وي او د ايين ترمخه د پينځه و کالو دپاره به نوی حکومت جوړوي که څه هم قومي اسمبلي په خپل ځای وي.

سليم خان وايي دا امکان لري ځکه چې په هند کې داسې کيږي په صوبو کې ځانله ځانله انتخابات کيږي دا په پاکستان کې د قومي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو انتخابات يو ځای کيږي.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان تيره شپه ويلي وو د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر ته لېږلې او په ټويټر يې ويلي وو،

"د خپلې وعدې ترمخه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ماتولو سمري د لاسليک دپاره ګورنر ته ولېږل شوه. په دوه درې اکثريت به عمران خان بيا وزيراعظم جوړوو".

محمود خان ويلي، د عمران خان سره کړې وعده یې پوره کړې، د اسمبلۍ ماتولو سمري يې لاسليک کړې، په 90 ورځو کې به دوی نوو انتخاباتو پله لاړ شي.

هغه زياته کړې بيا به اکثريتي حکومت جوړوي ځکه چې دوی کار کړی دی. خو په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت د امنيت سره د بدانتظامي سختې نيوکې کيږي.

څېړونکي وايي په هېواد کې د مخ په زياتېدونکي اقتصادي بحران او د ناامنۍ پېښو پر مهال د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي ماتول به په صوبه کې د سياسي عدم استحکام، د امن وضعيت خرابېدو او معاشي ستونزو سېوا کېدو سبب وګرځي.

له دې وړاندې په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په وينا اسمبلي ماته کړی شوې ده.

د اسمبلۍ ماتېدو وروسته د پنجاب ګورنر د نګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي او د اپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې د مشورې لپاره لیک استولی دی.

خو تراوسه په پنجاب کې نوی وزیراعلا نه دی ټاکل شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG