لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو په شناختي کارډونو دې بندیز لرې کړی شي


څه موده وړاندې په لاهور کې پښتنو د شناختي کارډونو د بندیدو خلاف احتجاج هم کړی و او د حکومت نه یې گیله کوله چې پولیس ورسره امتیازي سلوک کوي
څه موده وړاندې په لاهور کې پښتنو د شناختي کارډونو د بندیدو خلاف احتجاج هم کړی و او د حکومت نه یې گیله کوله چې پولیس ورسره امتیازي سلوک کوي

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په یو قرارداد کې په مرکزي حکومت غږ کړی چې د پاکستان په بېلا بیلو برخو کې د پښتنو بند شناختي کارډونه دې ازاد کړی شي.

صوبايي اسمبلۍ یو بل قرارداد هم منظور کړی دی چې پکې د مرکزي حکومت نه غوښتل شوي چې په سعودي عرب کې د زرگونو په شمېره کې پښتانه او نور پاکستانیان د یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ دي او په دې لړ کې دې د سعودي حکومت سره رابط وشي.

د پښتونو د شناختي کارډونو یا تذکرو د بندیز په اړه قرارداد کې ویل شوي دې چې د دې له امله پښتانه په کار روزگار او سفر کې د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

د پښتنو د شناختي کارډونو قرارداد د عوامي نېشنل پارټۍ سردار حسین بابک وړاندې کړی و. د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بابک وویل چې د شناختي کارډونو جاري کوولو وفاقي ادارې نادره د پښتنو د شناختي کارډونو په مسله د غیر ذمه وارۍ او د غیرسنجیدگۍ نه کار اخیستی دی او داسې ښکاري چې لکه پښتانه د پاکستان شهریان نه گڼل کیږی.

د نادره مشر عثمان مبین ویلي اداره یې د چا سره د ژبې په بنیاد چلند نه کوي او یوازې د هغه پښتنو شناختي کارډونه تړل شوې دي چې د ښاغلي مبین په قول افغانان یې د خپلو کورنیو (خاندانونو) د غړيو په توگه ښودلې دي.

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان وي او ای ډیوه ته وویل چې صوبايي حکومت د قرارداد حمایت کوي او د پښتنو شناختي کارډونه دې ازاد کړی شي.

نور تفصیل پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00


ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG