لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت کارخانه دارو ته: معاشونه د بېنکونو دلارې ورکوئ


د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک د یوې دستورې پرانسته کوي
د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک د یوې دستورې پرانسته کوي

د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي په صوبه کې موجودې کارخانې دې د نوي کال نه خپلو کارکونکونو ته د میاشتې تنخاگانې د بېنکونو دلارې ورکول پیل کړي چې دا رنگ حکومت مالومولی شي چې ایا کارخانې کارکونکو لپاره د معاش د کم نه کم حد خلاف ورزي خو نه کوي.

د صوبايي حکومت د لېبر ډپارټمنټ یا د خواري کښو د محکمې مشر خیال حسن وي او ای ډیوه ته ویل کارخانو ته وویل شوي دي چې د کال ٢٠١٣ د قانون دلاندې دې د ٢٠١٨ م د جنورۍ د میاشت نه دې خپلو کارکونکو ته د بېنکونو دلارې تنخاگانې ورکول پیل کړي.

"کارخانې او کارخانه دار چې کارکونکو ته کوم اجرت ورکوي نو دا به د کم نه کم حد سره سم وي خو به دې عمل نه کیدو،" حسن وویل او زیاته یې کړه اوس حکومت کارخانو ته ویلي چې سم دستي دې په دې عمل وکړي او کارکونکو ته دې د بېنکونو دلارې تنخاگانې ورکول پېل کړي.

ښاغلي حسن وویل تر اوسه پورې ٣٢۴ کارخانې په دې قانون عمل کوي او ٣٠٦ نورو کارخانو ته نیټه ورکړی شوي ده چې عمل پرې شروع کړي.

صوبايي حکومت کارکونکو ته د میاشتې د معاش کم نه کم حد ١٥٠٠٠ روپۍ مقرر کړی دی، یعنې کارخانې پابندې دي چې خپلو کارکونکو ته به د ١٥٠٠٠ نه کمې تنخاگانې نه ورکوي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG