لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د شفتالو فصل تیار او بازار ته رسېدلی دی


د سوات نه پس د شفتالانو زیات پېداوار د ملا کنډ په لاندینو علاقو لکه شیرگړ، مردان او بیا په زیاته کچه په چارسده کښې کېږي
د سوات نه پس د شفتالانو زیات پېداوار د ملا کنډ په لاندینو علاقو لکه شیرگړ، مردان او بیا په زیاته کچه په چارسده کښې کېږي

په خېبر پښتونخوا کې د شفتالو مېوې فصل تیار شوی او کرونده گرو یې په باغونو کې د شوکوولو کار شروع کړی دی.

کرونده گر وايي د سوات نه پس د شفتالانو زیات پېداوار د ملا کنډ په لاندینو علاقو لکه شیرگړ، مردان او بیا په زیاته کچه په چارسده کښې کېږي.

نن سبا د لومړي فصل د اول ګرېډ یا درجې اووه کلو ډبې په بازار کښې په ٥٠٠ روپۍ خرڅیږی.

جمال شاه د شفتالانو تاجر دی وايي دوی د راولپنډۍ او گوجرانوالې پورې مېوه لېږي. هغه وویل په بوټې کې په ٣٠٠ پېټۍ اخلي، ١٠٠ پورې پرې د شوکولو او په ډبي کې د بندولو مزدورۍ شي او هغه ته پکې د پېټۍ په سر ٦٠ یا ٧٠ روپۍ گټه پاتې کېږي.

حضرت نبی په باغ کې شفتالان په ډبو کې بندوي وايي په درجه بندۍ ډبی ډکوی، د ډبو وزن برابر وي خو د شفتالانو معیار پکې بدل بدل وي.

حضرت نبي د وي او ای ډیوه خبریال ته د خپل کار په اړه وویل "یره جي دا مونږه درې قسمه مال بندوو، یو سپېشل، بل دویم او دریم. دا پوست (نرم) چې پکې دي دې ته دریم وایوو او دا وړوکي چې کوم دي دا دویم دی او دا کوم چې درمیانه غټ دي دا اېک نمبر مال دی."

حضرت نبي وویل داغ لگېدلي میوه غورځوي او سمې دانې په درجه بندۍ په کرېټ یا ډبې کښې ږدی.

د یادونې وړ ده چې مېوه داسې په باغ کښې غورځولو سره نوره خرابیږی او نه یوازې د باغ او باغوان تاوان دې بلکې د دې نه بیمارۍ هم جوړیږی چې په ونه کې لگېدلې میوه ترې هم متاثره کېدی شي.

ماهرین وايي هغه میوه چې ډیره زیاته خرابه نه وي په جوس یا شربت جوړولو او مربعو کې هم استعمالېدی شي، چې کرونده گر ته اضافي گټه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG