لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبرپښتونخوا کې د نوي پیدا شوو ماشومانو په مرگونو کې اضافه شوي ده


په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مرض هم ماشومانو د صحت لپاره یو خطر دی. په دې تصویر کې د صحت کارکونکی یو ماشون ته د پولیو خلاف څانکي ورکوي
په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مرض هم ماشومانو د صحت لپاره یو خطر دی. په دې تصویر کې د صحت کارکونکی یو ماشون ته د پولیو خلاف څانکي ورکوي

که څه هم د خیبرپښتونخوا حکومت وايي صحت د خیرښیگړې په نظام کې يي اصلاحاتو د لارې په دې مد کې ښه والی راوستی دی خو د حکومت خپلې شمار شمیرې وايي د سږ کال په وړمبو دریو میاشتو کې نوي پیدا شوو ماشومانو په مرگونو کې اضافه شوي ده.

د صوبايي حکومت د ضلعي معلوماتو نظام وايي د سږ کال په وړمیو دریو میاشتو کې د نوي پیدا شوو ماشومانو د مړیني شرح د ٢١ فیصد نه زیاته شوي او ٣٢ فیصد ته رسیدلې ده.

هم دغه رنگ د سږ کال په وړمبو دریو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې ٢٠٨ میندو د ماشومانو د زیږولو په وخت ژودن دلاسه ورکړو. تر ټولو زیاته شمیره، ٣٠، په پیښور کې وه.

د میندو او ماشومانو د صحت ماهر ډاکټر عبدالوهاب وايي په کم عمرۍ کې د میندو ودونه، میندو او د ماشومانو کمزوری خوراک او د ماشومانو غیرمناسب پالنه هغه وجوهات دي چې د میندو او د ماشومانو د بې وخت مرگونو سبب جوړیږي.

په دې اړه نور تفصیل مردان کې د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG