لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزيراعلا محمود خان دباجوړ دوره کې دترقياتي کارونو پرانسته کړې خو د امن په ستونزه غلى پاتې شوى


وزير اعلا محمود خان په باجوړ کې خبريالانو ته ويلي په صوبه کې د وسايلو کمى دى، صوبه کې دوه نوي فيصده فنډونه د وفاق نه ورکړل کيږي ، او وفاقي حکومت ورته د قبايلي ضلعو د پاره نه د ترقياتي کارونو، نه د صحت کارډ او نه د کرنټ بجټ د پاره پېسې ورکوي

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا د چارشنبې په ورځ دترهګرۍ سره دمخامخ قبايلي ضلعې باجوړ دوره کړې ده او دغلته يې د يو شمېر ترقياتي پروژو اعلان کړى دى.

د مخالفو سياسي ګوندونو غړي وايي وزير اعلا دغه اعلانونه د سياسي ګټو د پاره کړي او د امنيت پشان په مهمه مسله غلى پاتې شوې دى.

هغه باجوړ ته سفر په داسې حال کې کړى چې تېره ورځ هم په ضلعه کې ترهګرو سره نښته کې دوه پوځيان وژل شوي دي .

ددې ترڅنګ د قبايلي ضلعو ټيکداران وايي صوبايي حکومت ورته فنډونه ورکول بند کړي او دغو سيمو کې د وړاندې نه روان کارونه هم ودريدلي دي.

وزير اعلا محمود خان د باجوړ ضلعې د دورې په مهال د اتلسو ترقياتي پروژو اعلان کړى او پکې يې د ځنيو پرانسته هم کړې ده.

په دې پروژو کې د سړکونو جوړول، ولس ته دصحت، تعليم او نورې بنيادي اسانۍ ورکول شامل دي.

د وزير اعلا د دورې په اړه د حکومت مخالفه ګوند ځايي سياسي کارکن نثار باز وايي وزير اعلا د ګڼو هغه منصوبو پرانستې کړې دي چې د ايف سي ار په وخت کې پېل شوې وې، او د هغې فنډونه به د وفاق نه ورکړى کيدل.

نثار باز وويل د سيمي لويه مسله د بدامنۍ ده، او وزير اعلا د بدامنۍ په مسله غلى پاتې شوى دى. "افسوس په دې خبره دى چې په ټانک، باجوړ او لکي مروت کې عسکر او ځايې خلک وژل شوي وو او وزير اعلا د زياتېدونکې ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې هيڅ خبره ونه کړه"

دباحوړ ترڅنګ دچهارشنبې په ورځ لکي مروت سيمه کې هم په پوليسو د وسله والو بريد کې 6پوليس عسکر وژل شوي وو.

وزير اعلا محمود خان په لکي مروت په پوليسو دشوي دغه بريد نوټس اخستی و او د پوليسو په وژنه يې د افسوس څرګندونه کړې وه.

نوموړي په باجوړ کې خبريالانو ته ويلي دوي هڅه کوي چې د امنيت وضعه ښه کړى شي.

دترقياتي کارونو په اړه د قباييلي ضلعو د ټيکدارانو د اتحاديي مشران وايي د تېرو څو اوونيو راهسې د صوبايي حکومت لخوا د فنډونو دنشتوالي له وجې دوي په ترقياتي پروژو کارونه ودرولي دي.

د اتحادېې يو غړي ملک عالمګير وي او ای ډيوه ته وويل په داسې حال کې چې پيسې نه وي په نوو پروژ کار پېل کول ناممکنه دي. "وړاندې نه روان کارونه د فنډونو دنشتوالي له وجې ودريدلي دي نو بيا نوي ترقياتي کارونه څنګه پېل کيداى شي"

وزير اعلا محمود خان په باجوړ کې خبريالانو ته ويلي په صوبه کې د وسايلو کمى دى، صوبه کې دوه نوي فيصده فنډونه د وفاق نه ورکړل کيږي ، او وفاقي حکومت ورته د قبايلي ضلعو د پاره نه د ترقياتي کارونو، نه د صحت کارډ او نه د کرنټ بجټ د پاره پېسې ورکوي.

خو د وزير اعلا په خبره دوي بيا هم د خپلو وسايلو سره سم د پرمختيا کارونه کړي دي. "څلور پينځه کاله ډير کم وخت دى، په هره محکمه کې بنيادي بدلونونه کول غواړي، خو مونږ بيا هم ډير بدلونونه راوستي دي"

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه څو ورځې وړاندې ويلي وو ، وفاقي حکومت صوبې ته د قبايلي ضلعو څه کم ديرش اربه روپۍ نه دي ورکړي.

دخزانې دصوبايي وزير په وينا په دې کې دمالي کال ۲۰۲۱ او ۲۲ د وروستيو درېوو مياشتو د شلو اربو روپو فنډ هم شامل دى.

نوموړي ويلي وفاقي حکومت روان مصرف يا کرنټ بجټ کې هم کمى راوستى دى.

هغه وايي صوبې د مرکز نه د ٨٥ اربو روپو خواست کړى و خو منظوري د شپيتوو اربو روپو ورکړل شوې ده چې دا پېسې د تنخوا ګانو ورکولو د پاره هم نه دي پوره.

نوموړي ويلي د بې کوره شوو خلکو د پاره ورکړل کيدونکې پېسې هم وفاقي حکومت بندې کړې دي۔

خو د وفاقي حکومت وزير ساجد طوري دې ته ځواب کې ويلي وو د قبايلي ضلعو فنډونه د صوبې نورو برخو کې مصرف کېږي او دوي يو داسې تګ لاره جوړوي چې د قبايلي ضلعو فنډونه هم په دغه سيمو کې لګول باوري کړي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG