لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د نویو ضلعو ترقیاتي پېسې وفاقي حکومت نه دي ادا کړي، صوبايي حکومت وايي


د وفاقي حکومت د اتحادي ګوند جميعت علماالسلام د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محمد جماالدين وي او ای ډيوه ته وويل د دې نه وړاندې په صوبه او مرکز کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت و نو بيا ولې قبایلي ضلعو ته ټولي پېسې نه دي ورکړی شوي
د وفاقي حکومت د اتحادي ګوند جميعت علماالسلام د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محمد جماالدين وي او ای ډيوه ته وويل د دې نه وړاندې په صوبه او مرکز کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت و نو بيا ولې قبایلي ضلعو ته ټولي پېسې نه دي ورکړی شوي

د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور سليم جهګړه ويلي د صوبې د نویو ضلعو د ترقیاتي بجټ څلورم قسط وفاقي حکومت نه دی جاري کړی بلخوا د وفاقي حکومت اتحادیان وايي صوبايي حکومت مخکې ترلاسه کړي پېسې په مکمله توګه نه دي مصرف کړي نو پکار ده صوبايي حکومت اول د دغو پېسو حساب ښکاري کړي بیا دې نور پنګه وغواړي.

تېمور سليم جهګړه په يو ټويټ کې ليکلي چې د خېبرپښتونخوا حکومت د اړونده ادارو د بیا بیا خواستونو باوجوده مرکزي حکومت د پخوانیو قبايلي سيمو د ترقیاتي بجټ څلورم قسط نه دی ادا کړی چې له امله يې په سیمه کې د پرمختګ روان کارونه ودرېدلی شي.

هغه وویل دا چې وفاقي د فېصلې صلاحیت نه لرلي، په سبب یې پخوانۍ قبایلي سیمې نه دي ځپل پکارځپي.

نوموړې زياته کړه چې پاکستان مسلم ليګ نون په الېکشن کې سيټونو ګټلو د پاره د پنجاب نه علاوه نورې سيمي په پام کې نه ساتي.

د وفاقي حکومت د اتحادي ګوند جميعت علماالسلام د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محمد جماالدين وي او ای ډيوه ته وويل د نوي حکومت لږي ورځې کيږي چې په واک کې راغلی دی د دې نه وړاندې په صوبه او مرکز کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت و نو بيا ولې قبایلي ضلعو ته ټولي پېسې نه دي ورکړی شوي. هغه وویل صوبايي حکومت د قبایلي ضلعو پېسې په نورو ضلعو کې مصرف کړی دي.

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزارت د وېب پاڼې ترمخه روان مالي کال کې د قبايلي ضلعو يو سل ارب يوڅلويښت کروړه او پينځه اتيا لاکه ترقياتي بجټ کې تر اوسه پينځه پنځوساربه، نورلس کروړه او اته پنځوس لاکه روپۍ جاري شوي چې پکې څلور ديرشت اربه او دريرشت کروړه روپۍ خرچ شوي دي۔

څيړونکې او خبريال عرفان خان وايي په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د تېرو دريو کالو نه زيات وخت حکومت کې يو کال هم نه په بجټ کې مختص پېسې پوره مصرف شوي او نه هم د دغوسيمو دپاره په اېن ايف سي کې د دري فيصده برخې وعده پوره شوي ده۔

د سېنټ د سېفران د سټېنډنګ کمټۍ مشر سېنېټر هلال الرحمان وي او ای ډيوه ته وويل په صوبه کې د ضم کېدو وروسته په نویو ضلعو کې تراوسه څه د پاسه سل اربه روپۍ خرچ شوي دي او په هغې کې هم د دوی د څيړونو مطابق پينځه څلويښت اربه روپۍ داسې دي چې په قبايلي ضلعو کې د مصرف حساب کتاب يې د صوبايي حکومت نشته او په دې لړ کې یې پلټنې هم دوام لري چې د قبایلي ضلعو بجت چېرته او څومره په شفافه توګه مصرف شوی دی؟

وي او ای ډیوه کوښښ وکړو چې په دې اړه د تېمور سليم جهګړه دریځ معلوم کړي خو هغه ته د ټېلې فون دلارې لاس رسايي نه وشوه.

ښاغلي جهګړه په ټويټر ليکلي چې د قبایلي ضلعو د فنډونو په اړه به زر يوه خبرې غونډه راجوړه کړي۔

د قبايلي ضلعود پارليمان غړو ډيوه ته وويل چې سيمې یې د ترهګرۍ ضد جهګړه کې ډيرې ځپل شوي او پکاره ده چې هلته د پرمختګ منصوبې د سياسي اختلافاتو نه لرې وساتل شي۔


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG