لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دیر کې په سېلاب کې د ماشومانو د لاهو کېدو وروسته صوبايي حکومت په نورو سيمو کې سکولونه د تړلو اعلان کړی 



د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکۍ ويلي د صوبې په کومو ضلعو کې چې د سېلاب صورتحال خراب دی هلته د زیارت، پنجشنبې، نه د اینده څو ورځو دپاره سکولونه تړ ل کېږي
د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکۍ ويلي د صوبې په کومو ضلعو کې چې د سېلاب صورتحال خراب دی هلته د زیارت، پنجشنبې، نه د اینده څو ورځو دپاره سکولونه تړ ل کېږي

د خېبرپښتونخوا په بره دير سيمه کې د يو سکول د پينځو ماشومانو په سېلاب کې د لاهو کېدو وروسته د خېبرپښتونخوا حکومت د سېلابونو سره مخ څو نورو ضلعو کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سکولونو کې رخصتۍ اعلان وکړو.

د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير شهرام خان ترکۍ په ټویټر ويلي،

"د خېبرپښتونخوا په کومو ضلعو کې چې سېلابي صورتحال خراب دی هلته د نن څخه د څو ورځو دپاره سکولونه بندول کيږي. په بره چترال کې 10 ورځې، په کوز چترال کې 5 ورځې، په بره دير کې دوه ورځې، په کوز دير کې درې ورځې، په سوات او ډېره اسماعيل خان کې دوه دوه ورځې او ټانک کې به درې ورځې سکولونه بند وي".

د خېبرپښتونخوا د سېلابونو سره مخ ضلعو کې دا رخصتيانې په داسې حال کې اعلان شوي چې پرون د شورو په ورځ [24 اګست] د بره دير په براول علاقه کې د سکول پينځه ماشومان سېلاب وړلي وو.

د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] ترمخه په دغو ماشومانو کې د څلورم ټولګي يوې جينۍ، لومړي ټولګي د يو هلک او دوېم ټولګي د يوې ماشومې جسدونه پرونه ترلاسه شوي وو. او د دوه نورو دپاره عملیات روان وو.

اداې نن د زیارت په ورځ د وي او اې ډیوه سره په شريک خبر کې ویلي، د یوې بلې ماشومې جسد نن ترلاسه شوی او بل ماشوم د لټون دپاره عمليات روان دي.

پاکستان کې د روانو پشکالي بارانونو او سېلابونو له امله په پېښو کې په تير شوار روز کې نور 73 کسان مړه شوي او د سرکاري شمېرو ترمخه د جون د نيمايۍ نه پس تراوسه پورې په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو ټوله شمېره 903 ته رسېدلې ده.

د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] ويلي، په تير شوا روز کې د بارانونو او سېلابونو له امله يواځې 54 کسان په سيند صوبه کې مړه شوي دي چې پکې 31 سړي، 10 ښځې او 13 ماشومان شامل دي.

اېن ډي اېم اې ويلي پرون 13 تنه په پنجاب، پينځه په بلوچستان او يو په خېبرپښتونخوا کې مړ شوی دی.

د پي ډي اېم ترمخه په ملک کې د بارانونو او سېلابونو په مهال پېښو کې تر ټولو زيات کسان په سيند صوبه کې مړه شوي چې شمېره يې 293 ده، په بلوچستان کې 230 کسان او پنجاب کې 164 کسان مړه شوي دي.

اېن ډي اېم اې ويلي، په 903 مړه شوو کسانو کې 386 نارينه، 326 ماشومان او 191 ښځې شاملې دي.

د چارواکو په وېنا د بارانونو او سېلابونو له امله تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوانونه په بلوچستان او سيند صوبه کې اوښتي دي.

د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره په ملک کې دننه او د ملک نه بهر پاکستانيانو باندې غږ کړی چې په ملک کې بارانونو 30 کلن ريکارډ مات کړی خلک دې د سېلاب ځپلو سره په خلاص مټ مرستې وکړي او د مرستو دپاره د وزيراعظم د ښېګړې فنډ جوړ کړی شوی دی.

هغې ويلي په ملک کې په ځانګړي ډول بلوچستان او سيند صوبو کې ډېره تباهي شوې ده په ګډه به د خپلو وطندارو مرسته کوو.

بل لور ته د موسمياتو محمکې په ملک کې د 23 اګست نه تر 26 اګست پورې د نورو بارانونو امکان څرګند کړی دی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ [23 اګست] د موسمياتو محکمې ويلي وو، د 23 نه تر 26 اګست پورې په سيند صوبه، جنوبي پنجاب او جنوبي او شمال ختيځ بلوچستان کې د بارانونو امکان دی.

ويل شوي د 23 اګست د شپې نه تر 26 اګست پورې په خېبرپښتونخوا، پنجاب، کشمير او ګلګت بلتستان کې د تيزو هواګانو سره په ځینو ځايونو کې د تيز باران امکان څرګند کړی شوی دی.

د موسمياتو محکمې د بارانونو له امله په ممکنه توګه د سېلابونو راتلو، په ژورو مېداني علاقو کې د اوبو ډنډ کېدو او په غرييزه علاقو کې د غرونو ښوېدو، او مسافرو ته او سېلانيانو ته د سفر په مهال د احتياط کولو ويلي دي.

د ممکنه بارانونو له امله د سيند صوبايي حکومت په 23 اګست اعلان کړی وو چې په 24 او 25 اګست به په ټوله صوبه کې تعلیمي ادارې بندې وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG