لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت شخصي تعليمي ادارو ته امر کړی چې پښتو دې د تعلیمي نصاب برخه کړي


د اسلاميه کالج پوهنتون پخواني استاذ ډاکټر اباسين يوسفزي وویل چې د پښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۳م کې دا قانون جوړ کړی چې اول به پښتو په دولتي یا سرکاري سکولونو کې لازمي مضمون په توګه ښودلئ پیل شي او په دويم پړاؤ کې به په شخصي ادارو کې ښودل لازمي شي
د اسلاميه کالج پوهنتون پخواني استاذ ډاکټر اباسين يوسفزي وویل چې د پښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۳م کې دا قانون جوړ کړی چې اول به پښتو په دولتي یا سرکاري سکولونو کې لازمي مضمون په توګه ښودلئ پیل شي او په دويم پړاؤ کې به په شخصي ادارو کې ښودل لازمي شي

نګران حکومت د پېښور هايي کورټ د فيصلې په رڼا کې شخصي تعليمي ادارو ته امر کړی چې پښتو اوً نورې سیمه ايزې ژبې دې د نصاب برخه جوړې کړي او ماشومانو ته دې په دې ژبو کې زده کړې ورکول پیل کړي.

د پښتونخوا د ای اين پي او پي پي پي اتحادي حکومت پښتو، هندکو، کوهستاني، کهوار او سرايکي ژبې د صوبې سرکاري ژبې ګرځولي او په دې ژبو کې يې د نصاب شروع کولو پرېکړه کړې وه.

پښتو ژبه خو په سرکاري سکولونو کې تر دولسم ټولګي پورې د لازمي مضمون په توګه ښودل کېده خو شخصي سکولونو لا دا فيصله تر اوسه نه وه عملي کړې.

په دی اړه د وایس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ليکوال او د اسلاميه کالج پوهنتون پخواني استاذ ډاکټر اباسين يوسفزي وویل چې د پښتونخوا اسمبلۍ په ۲۰۱۳م کې دا قانون جوړ کړی چې اول به پښتو په دولتي یا سرکاري سکولونو کې لازمي مضمون په توګه ښودلئ پیل شي او په دويم پړاؤ کې به په شخصي ادارو کې ښودل لازمي شي.

د دې تازه امر په اړه د وایس اف امریکا ډیوه لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د شخصي سکولونو مرستیال صدر فضل الله داودزي وویل چې فیصله ښه ده، خو نیم تعلیمي کال تیر شوې او پدې وخت کې په دې پریکړې باندې عمل ګران دی. هغه وويل پکار وه چې په دې غونډې شوي وی، مشورې شوي وی، او یو کمیشن جوړ وی چې دا ښه کار سر ته په صحیح توګه ورسي او نه چې په نیمه کې پاتې شي.

ښاغلي وویل چې پښتو د یو مضمون په توګه لازمي کول ډیر ښه ګام دی خو پکار ده چې ابتدایي تعلیم ټول په پښتو کې وي.

په علاقایي ژبو کې د تعلیم په اړه د خېبر پښتونخوا د ابتدایي تعلیم د څانګی مرستیال ډایریکټر وویل چې هیوادونو ترقي په خپله ژبو کې کړې. او په دې اړه یې د چین مثال هم ورکړو او وايي چې روس، چین، جاپان او داسې نورو هیوادونو کې انګرېزي نه ویل کیږي. ښاغلي وویل اردو، فارسي، عربي ، انګلش ټولی ښې ژبي دي خو تر ټولو غوره علم خپله مورنۍ ژبه کې ترلاسه کیږي.

د پاکستان د آیین په اتلسم ترمیم کې صوبو ته اختیار ورکړی شوی دی چې د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره به ځانګړي ګامونه پورته کوي.

څیړونکي وایي د شخصي سکولونو د نظم حکومتي ادارې له خوا د پښتو او نورو سیمه ایزو ژبو په نصاب کې شاملول به زده کونکي د دې جوګه کړي چی خپلو مورنیو ژبو کې به لیک لوست په اسانه کولی شي.

ښوونکي او استاذان وايي ترڅو چې زده کړې په مورنيو ژبو کې ورنه کړل شي نو تر هغې مخکې تلل ګران دي۔

د ډیوه سره خبرو کې په دی موضوع د لنډیکوتل ډګري کالج ايسوسيټ پروفېسر شاه محمد وویل دې اقدام سره به د تعليم شرح زياته شي او بله دا چې په دې کې به ليک لوست ډېر په اسانه وشي ولې چې "زمونږ د ژوند لويه برخه په عربي، انګليسي، فارسي او اردو ژبې په زده کړه کې تېر شي او دغو ژبو زده کولو کې بوخت شو۔ ښاغلي زیاته کړه زمونږ نه بيا د ژوند يوه لويه برخه تېره شوې وي او مونږ بيا د ډېر څه نه ناخبره پاتې شو۔"

څېړونکي وايي تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اوس بايد په دې عمل وشي او ټولې شخصي ادارې په خپل نصاب کې پښتو او نورې ژبې د لازمي مضمون په توګه زده کونکو ته وروښيي.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG