لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت وایي دبنو په څېر پېښې صوبایي نه قامي چوکاټ کې راځي


د خېبر پښتونخوا حکومت وياند بیرسټر محمد علي سیف ويلي د بنو په څېر پېښې په قامي چوکاټ کې راځي، او صوبايي حکومت پخپله هم د ترهګرۍ مخنيوي ته چمتو دی
د خېبر پښتونخوا حکومت وياند بیرسټر محمد علي سیف ويلي د بنو په څېر پېښې په قامي چوکاټ کې راځي، او صوبايي حکومت پخپله هم د ترهګرۍ مخنيوي ته چمتو دی

خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سیف ويلي دامنیت په موجوده بې باوره وضعیت قابو موندلو کې د مرکزي حکومت کردار جوړيږي اؤ د بنو په څېر پېښې په قامي چوکاټ کې راځي۔

څيړونکي وايي په صوبه کې دامنیت ټینګښت د صوبایي حکومت ذمه واري ده او د ترهګرۍ په څېر مسله باندې دې وفاقي او صوبايي حکومت سياست نه کوي۔

د نولسم دسمبر په ماښام په بنو کې د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارې سي ټي ډي مرکز کې وسله والو سرکاري مامورین يرغمال کړي وو اؤ چارواکي وايي ددغو اهلکارو د راخوشې کولو لپاره ترسره شوؤ عملياتو کې پينځویشت ترهګر وژل شوي، درې نيول شوي وو او اووه تسليم شوي وو.

له پېښې وروسته دداخله چارو وفاقي وزير رانا ثناالله ويلي وو د خېبر پښتنونخوا وزيراعلا ته پکار دي چې زمان پارک کې د وخت تېرولو په ځايې باید د صوبې امنيت ته توجو وکړي۔

د خېبر پښتونخوا حکومت وياند بیرسټر محمد علي سیف ويلي د بنو په څېر پېښې په قامي چوکاټ کې راځي، او صوبايي حکومت پخپله هم د ترهګرۍ مخنيوي ته چمتو دی۔

"دا څومره پېښې چې په خېبر پښتونخوا کې مونږ د هغوي مقابله کوو جهګړه ورسره کوو، باوجود د دې چې ۱۹۰ ارب روپۍ زمونږ قانوني حق دې او تاسو (وفاق)يې مونږ ته راکوۍ، که داپېسې مونږ ته ترلاسه شي په دې جنګ کې به نور فعاله کردار ولوبو"

په کال 1010م کې دپاکستان پارليمان ایین کې اتلسم بدلون کړي دی چې پکې صوبو ته اختيارات ورکړل شوي دي.

قانون پوهان وايي د صوبې د امن ذمه واري د صوبایي حکومت ذمه واري ده، او که صوبايي د امنيت ادارې ناکامه کيږي بيا کولی شي چې د پوځ د راغوښتو خواست وکړي۔

قانون پوهه اکبر هوتي وايي"په ايیني او قانوني توګه دداسې پېښو ذمه واري د صوبي ده، پوليس او سي ټي ډي د صوبايي حکومت د سیوري لاندې راځي، د کور دننه سيکورټي د صوبې ذمه واري ده"

د ګل په ورځ د پاکستان استخباراتي ادارو وزيراعظم شهبازشريف ته د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو څانګې (سي ټي ډي) په حقله رپورټ کې ويلي وو سي ټي ډي په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ د مخنيوي وړتيا يا استطاعت نه لري۔

صوبايي حکومت د سي ټي ډي پوليسو په حقله دغه رپورټ رد کړی او ويلي یې دي سي ټي ډي پوليسو ته تربيت او ټول وسايل ورکړی شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا پخواني د داخله چارو سکتر اختر علي شاه ډيوه ته وويل"دا وخت د ترهګرۍ مسله يوه قومي مسله ده، دا تر يوې ضلعې يا علاقې محدود نه ده، دلته داعش، القاعده او طالبان هم شته، دې ته قومي سوچ پکار دی."

په28م نومبر ټي ټي پي د پاکستان حکومت سره د ډز بندۍ ختمولو اعلان کړی ، او له دغې وروسته په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ بريدونه سېوا شوي دي، په روستيو کې زيات بريدونه په لکي مروت، وزيرستان، بنو او ډي ایي خان کې رپورټ شوي دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG