لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بیرسټر سېف:ټي ټي پي سره مذاکرات ځنډیدلي وؤ خو روانه میاشت به ددې مذاکراتو دریم پړاؤ پیل شي


نوموړي وويل اوس د خبرو بهیر کې ځنډ راغلی دی خو د هغې څه بنيادي وجوهات دي چې پکې د افغانستان صورتحال و
نوموړي وويل اوس د خبرو بهیر کې ځنډ راغلی دی خو د هغې څه بنيادي وجوهات دي چې پکې د افغانستان صورتحال و

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند اؤ د اطلاعاتو لپاره د وزیراعلا مشاور بیرسټر محمد علي سېف ويلې دي چې په وروستېو کې په سېمه کې د خرابو حالاتو او ځینو پېښو له امله د تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو عمل د ځنډ ښکار شوی ؤ خو د ټي ټي پي سره غېر رسمي تماسونه دوام لري او هیله ده چې روانه مياشت (نومبر) کې ورسره د مذاکراتو دريم پړاو پېل شي۔

دا په داسې حال کې ده چې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو،هغوئ سره دمذاکراتو اؤ دناامنۍ دپېښو په ضد داحتجاجونو لړۍ روانه ده اؤ دپښتونخوا سیاسي اؤ مدني مشران وایي چې دپښتنو سیمو کې به دطالبانو ته د بیا فعالیت اجازه ور نه کړي.

وي او ای ډیوه سره ځانګړې مرکه کې بیرسټر محمد علې سېف ویلي د ناقانونه ګرځول شوې ډلې "تحريک طالبان پاکستان سره زمونږ د تېر جون او اګست په مياشت کې د مذاکراتو دوه پړاوونه شوي وؤ اؤ دغه مهال زمونږ او دطالبانو د لوري څه غوښتنې اېښودل شوې وې چې خبرې پرې روانې وې"

نوموړي وويل اوس د خبرو بهیر کې ځنډ راغلی دی خو د هغې څه بنيادي وجوهات دي چې پکې د افغانستان صورتحال و ځکه چې هلته د القاعدي په مشر اېمن الظواهري بريد وشو او له هغې وروسته داسې ماحول جوړ شو چې مذاکرات پکې نه شول کیدای.

دصوبایي حکومت ویاند وایي د طالبانو سره خبرې اترې افغانستان کې دطالبانو دحکومت په استازيتوب روانې وې خو وایي اوس هغوي (افغان طالبان)په خپلو ځینو معاملو کې مصروف دي.

"په ځانګړي توګه په افغانستان کې ډرون بريدونه وشول، دلته هم په پوځي قيادت کې بدلون راغلو او يو علت دا هم و چې په سوات کې له ځینو پېښو وروسته د ويري او ترهه ګرۍ ماحول جوړ شو نو ځکه مذاکراتو کې تعطل راغلو"

د يوې پوښتنې په جواب کې بیرسټر سېف وويل د طالبانو سره يې اوس هم په غېر رسمې توګه رابطي کېږي او د هغي مقصد دا دی چې د مذاکراتو لارې هر وخت پرانستې وي۔

په دې وروستیو کې چې سوات اؤ دخیبر پښتونخوا نورو سیمو کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلل نو خیبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف په صوبايي حکومت سختې نیوکې وشوې چې صوبه یې بیا ترهګرو ته سپارلې ده اؤ هغو طالبانو سره مذاکرات کوي چې دزرګونو بېګناه خلکو په وینو یې لاسونه سره دي.

صوبایي حکومت دا تورونه ردوي چې ګنې تحریک طالبان سره مذاکرات کوي اؤ دصوبې یو وزیر شوکت علي یوسفزي په دې وروستیو کې ویلي وؤ بیرسټر سیف طالبانو سره روانو مذاکراتو کې دصوبایي حکومت استازیتوب نه کوي بلکې هغه "افغان جهاد" کې پخپله برخه اخستې اؤ ممکن دطالبانو حکومت ورته دې مذاکراتو کې دبرخې اخستو بلنه ورکړي وي.

خو بیرسټر سیف بیا دریځ لري چې مذاکراتو کې د ریاست په نمایندګي برخه لري.

تېر کال پر کابل د افغان طالبان له واکمنېدو وروسته د پاکستان حکومت او تحريک طالبان تر منځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب مذاکرات شروع شوي وو.

څيړونکي نظر لري چې د کال 2004م راپه ديخوا چې کله هم د پوځ يا حکومت او تحريک طالبان ترمينځ مذاکرات شوي اکثره ناکامه شوي او بيا پوځي عمليات شوي دي.

بیرسټر سیف خېبر پښتونخوا کې د صوبایي وزيرانو نه د طالبانو لخوا د قلنګ دغوښتنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل ضروري نه ده چې طالبان دغه د قلنګ غوښتنه کوي بلکې د طالبانو دنوم نه په استفاده ځنې نور خلک داسي کارونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا اسمبلۍ دننه دجماعت اسلامي پارلیماني لیډر عنایت الله خان ویلي وؤ دطالبانو لخوا دقلنګ غوښتنې دومره سیوا شوي چې د صوبایي اسمبلۍ ځینې غړي اسلام اباد اؤ نورو ښارونو ته منتقل شوي دي.

خو بیرسټر سیف دا دعوې بې ځایه بولي اؤ وایي دا وخت ټول وزيران موجود دي او په خپلو چارو کې بوخت دي.

په داسې حال کې چې پاکستاني طالبانو يو واري بيا د پاکستان په امنيتي ځواکونو بريدونه پيل کړي د پاکستان داخله وزير رانا ثنا الله په دې وروستېو کې ويلي ټي ټي پي سره مذاکرات به د ايين په دايره کې کولی شي.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې په ضرب عضب عملیاتو کې یې د ترهګرو ملا ماته کړې خو په ملک کې بيا هم وخت په وخت وسله وال بريدونه کیږي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG