لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبرپښتونخوا حکومت د بي ار ټي په اړوند د هايکورټ د فېصلې پرضد سپريم کورټ ته ځي


په خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت ويلي پېښور کې د روانې بس پروژې (بي ار ټي) په اړوند د پېښور هايکورټ د فېصلې پرضد سترې محکمې (سپريم کورټ) ته ځي او چېلنج کوي يې.

د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل شمايل احمد بټ رسنيو سره په خبرو کې ويلي، حکومت تياری کړی چې د پېښور هايکورټ فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړي.

نوموړي وي او ای اردو څانګې ته هم د صوبايي حکومت د پرېکړې پخلی کړی خو نور جزيات يې نه دي شريک کړي.

د پېښور هايکورټ مشر قاضي (چيف جسټس) وقار احمد سېټهـ د زيارت، پنجشنبې په ورځ د بس پروژې په اړوند فېصله اورولې او مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) ته يې امر کړی چې د پروژې په اړوند دې په ۳۵ ورځو کې دننه پلټنې وکړي او رپوټ دې وړاندې کړي.

هايکورټ په خپله فېصله کې د بي ار ټي په اړوند څو پوښتنې را ولاړې کړي چې د تحريک انصاف حکومت دا غېرضروري پروژه ولې پېل کړې ده.

عدالت ويلي د بي ار ټي ټېکه هغه بدنامې کمپنۍ ته ورکړی شوې کومه چې د پنجاب حکومت په تور نوملړ کې اچولې وه.

دا پوښتنه هم شوې چې د دې پروژې دپاره غټې قرضې يا پور اخيستل شوی او دې پروژې ته په ورکړی شوؤ پېسو سوالونه راپورته کړی شوي دي.

ويل شوي د دې پروژې پرضد د پېښور ځينو وګړو عدالت ته خواستونه هم کړي چې د خلکو کورونو ته ترې ستونزې جوړې شوي او د دې پروژې پلان سم نه دی جوړ کړی شوی.

د پېښور هايکورټ تېر کال د احتساب قامي ادارې (نېب) ته د بي ار ټي پروژې د پلټنو امر کړی ؤ.

خو تېره مياشت د نېب مشر جاوېد اقبال ویلي ؤ، "ځېنې خلک پوښتنه کوي چې نیب پېښور کې دجوړېدونکې بي ار ټي په هکله څه وکړل؟ خو زه هغوی ته ویم چې په دغه دوسیه کې سپریم کورټ موقت امر(سټي ارډر) ورکړی ځکه پرې نیب ګام نه اخلي".

د پېښور بي ار ټي پروژه په کال ۲۰۱۷م کې د تحریک انصاف حکومت د ۴۹ اربه روپو په لګښت سرته رسولو پېل کړې وه او په اوله کې د دې پروژې د شپږو نه تر اته مياشتو پورې سرته کولو ادعاوې يې کړې وې.

خو په دغه پروژه تراوسه کار روان دی لا سر ته نه ده رسول شوې څو ځله يې په پلان کې بدلونونه شوي او اوس ويل کيږي په پروژه کېدونکی خرڅ يا پېسې د ۸۰ اربه روپو نه سېوا شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG