لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د زیږون په وخت د مور او بچي په مړينو کې اضافه شوې: رپورټ


د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې په یو رپورټ کې ويلي دي چې په صوبه کې د زیږون په وخت د مور او بچي په مړينو کې اضافه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د صحت محکمې پہ خپل رپورټ کی ويلي دي پہ سرکاری هسپتالونو کی د ماشومانو د پیدائش پہ وخت د میندو د مړېنې شرح پہ یو لاکھ کې 748 تہ رسید لې دہ. ھم پہ کال 2018 کی د یو کال نہ د کم ماشومانو د مړېنې شرح پہ 1000 کی 34 تہ اوړید لې دہ.

پہ کال 2017 کی پہ صوبہ کی د ماشومانو د مړېنې شرح پہ 1000 کی 32 وہ.

رپورټ وايي پہ صوبہ کی د ټولو نہ زیات ماشومان چی عمرونہ ئې د ېوې میاشتې نہ کم وو پہ بنوں ضلع کی 1388 مړہ شوي دي. پہ سوات ضلع کی 829 ماشومانو ژوند د لاسہ ورکړی دی.

پہ رپورټ کی ویل شوي دي پہ صوبہ کی د پیدائش پہ وخت د ماشومانو د مړېنې شرح پہ 1 لاکھ کی 748 پہ شانگلہ ضلع کی مخې تہ راغلې دہ.

پہ نوښار کی 456 او پہ کوہاټ ضلع کی 341 د مړېنې شرح ده.

پہ مجموعي توگہ پہ ټولہ صوبہ کی د یو کال نہ کم 11651 ماشومانو ژوند دلاسہ ورکړی دی.

ماهران وايي د دې بنیادي علت پہ کم عمر کې د ماشومانو جینکو ودونہ دي او د دې ترڅنگ پہ ماشومانو کی د پیدائش پہ وخت یا د پیدائش نہ روستو نمونیہ ، شری او دستونہ ھم ماشومان وژني. ډاکټر محمد نور اکبر وايي چی پہ کم عمر کی جنکۍ واده شي او بیا روستہ د ماشوم دا پیدائش پہ وخت مسئلو سرہ مخکیږي.

دويي زیاتہ وي چې د ماشومانو پہ مرگونو کی د خوراک کمی، نمونیہ ، شری او دستونہ ھم شامل دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکی فعال عمران ټکر وايي د صوبې د لرې پرتو علاقو کې د صحت د بنیادي سہولتونو کمی دی.

ښاغلی ټکر وايي باید چی حکومت بنیادي د صحت مرکزونو کی د صحت سہولتونو تہ پام وکړي.

د رپورټونو تر مخه د صوبايي حکومت په رپورټ کې د شخصي هسپتالونو شمېرې نه دي ورکړی شوي

Recommended

XS
SM
MD
LG