لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ماهرین: هلکانو او جینکو ته د تولیدي صحت په اړه معلومات ورکول د خېبرپښتونخوا د قانون برخه ده خو عمل پې نه کېږی


په پېښور کې مېشته ګاېناکالوجسټ یا د ښځو د ناروغو مارهره ډاکټر فوزيه افريدي وايي کتلي يې دي چې 99 فيصدي خلک د تناسلي روغتيا، د خپل بدن نظام او په بدن کې د وخت سره سره کېدوونکو بدلونونو په اړه پوهه نه وي او د دې ناپوهۍ له امله یې په جسماني او ذهني صحت بد اثر غورځېږي

د توليدي صحت په اړه د خېبر پښتونخوا د قانون ترمخه د ثانوي او اعلا تعلیم په کچه هلکانو او جینکو ته د بلوغت سره په بدن کې د بدلونونو په اړه معلومات او پوهه ورکول پکار دي خو د صحت فعالان وايي په نصاب کې داسې تعليم او موضوعات لا نه دي شامل کړی شوي.

د خېبر پښتونخوا په سرکاري سکولونو کې د کال ۲۰۲۰ نه د توليدي صحت په اړه کار کوونکي روبينه مسيح وايي کوشش یې کړی و چې دغه ډول تعليم په سرکاري سکولونو کې ورکړی شي او په دې لړ کې د یوې کتابچې د تیارولو تجویز حکومت ته ورکړی و خو دغه وړاندیز د هغې په قول د وړو وړو خبرو په بنیاد رد کړی شو.

روبينه مسيح وايي دوي په سرکاري سکولونو کې ځوانانو هلکانو ته د لاېف سکلز يا د ژوند هنر ښودلو او په دې حقله معلومات ورکولو پراجېکټ چلولی. خو هغه وايي ورته معلومه شوه چې ډېر هلکان او جينکۍ د ځوانۍ سره تړلې مسلې خپل مور او پلار او استاذانو ته نه وايي او شرميږي. ځکه پکار ده چې دا موضوعات په نصاب کې شامل شي.

هغه وايي: "دې لپاره په دې موجوده حالاتو کې د ژوند زده کولو هنر ډېر مهم دی، په دې کې ډېرې خبرې دي، په دې کې د توليدي صحت په اړه هم ښايي. دې کې د ماهوارۍ او مشت زنۍ باره کښې ښودلی کيږي. دې کې د فشار او خطرناک چلند په اړه هم ښودلی کيږي نو دا ډېر ضروري دي."

د صحت د فعالانو په دې خبره چې د تولیدي صحت په اړه قانون ولې نه عملي کېږي؟ د صوبايي حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.

ماهرین وايي جینکو او هلکانو ته د لایف سکل یا د ژوند د دې اهم پړاو سره تړلو مسئلو په حقله تعلیم او معلومات ورکول ډير ضروري دي.

په پېښور کې مېشته ګاېناکالوجسټ یا د ښځو د ناروغو مارهره ډاکټر فوزيه افريدي وايي هره ورځ د کم عمره ميندو او پېغلو د علاج موقع په لاس ورځي او کتلي يې دي چې 99 فيصدي خلک د تناسلي روغتيا، د خپل بدن نظام او په بدن کې د وخت سره سره کېدوونکو بدلونونو په اړه پوهه نه وي او د دې ناپوهۍ له امله یې په جسماني او ذهني صحت بد اثر غورځېږي.

هغه وايي: "ما داسې ډېرې مريضانې ليدلې دي چې د بلوغت وخت نه يې بيماري ساتلې وي او چاته حل نه وايي تر دې چې دا بيماري د هغې ژوند واخلي. زما په اند جينکيو او پېغلو لپاره داسې يو پلېټ فارم پکار دی چې هلته نه هغه د بلوغت تعليم ترلاسه کړي."

ډاکټر فوزيه افريدي وايي د کم عمرۍ او ناپوهۍ له امله د هلکان او جینکۍ په غلطه لار د تګ نه بچ کولو دپاره پکاره ده چې "مونږ هغوي ته دا پوهه او تعليم په سکول کې ورکړو."

ډاکټر فوزيه افريدي زياتوي: "زما په اند سکول يو غوره پلېټ فارم دی چې هغوي ته مونږ دا تعليم ورکړو. پکار ده چې هغوي ته د جسماني بدلون او دبهرنی بدلون په اړه پوهه ورکړو چې په بدن کې د هارمون بدلون څنګه راځي. دې سره به دوي د ذهني مسلو سره نه مخ کيږي."

تولیدي صحت په اړه قانون په خېبر پښتونخوا کې په ۲۰۲۰ کې منظور کړی شوی دی خو ډاکټر فوزیه افریدي وايي په دغه قانون عمل نه کېږي.

ډاکټر افریدي وايي د قانون تر مخه د تولیدي صحت په اړه معلومات د ثانوي او اعلې ثانوي تعليمي نصاف برمخه جوړېدل پکار دي خو تر اوسه په دغه قانون عمل نه دی شوی.

پېښور کې د ځوانانو د حقونو فعال شفيق ګګياني هم وايي يو شمېر حکومتي ادارې په دې اړه کار کوي او سهوليات ورکوي خو اوس هم هلکانو او جينکيو ته د سکول يا د کالج په کچه په دې حقله څه معلومات نه ورکول کيږي او نه دا د نصاب برخه جوړه شوې ده.

هغه وايي: "چې څنګه په دې مسله کار پکار دی هغه شان نه دی شوي. په دې کې د مور او پلار کردار هم ډېر مهم دی. زمونږ طرفونو ته دا مسله هم ده چې د مور او پلار له طرفه خپل ماشومانو ته د حفظان صحت، د جنسي صحت او توليدي صحت په اړه معلومات نه ورکولی کيږي چې له وجې يې ډېرې مسلې هم پېدا کيږي. زما په اند وړومبی مور او پلار ته تعليم ورکول پکار دی. او دې نه پس په نصاب کې هم شاملول پکار دي ځکه چې دا يوه ډېره مهمه مسله ده."

فعالان وايي د مذهب، کلتور او د کورني اقدارو په چوکاټ کط دننه بالغ هلک او جينۍ ته د توليدي صحت او د دې سره تړلو مسلو په حقله معلومات د یو شمېر سماجي او نفسياتي مسلو نه بچ کولی شي.

XS
SM
MD
LG