لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا وکيلانو د سپریم کورټ ججانو د تقررۍ په لړ کې احتجاج کړی


د خېپر پښتونخوا د وکيلانو تنظیم يا صوباي بار کونسل په غږ وکیلانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ داحتحاج په توګه د عدالتونو څخه باييکاټ وکړو
د خېپر پښتونخوا د وکيلانو تنظیم يا صوباي بار کونسل په غږ وکیلانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ داحتحاج په توګه د عدالتونو څخه باييکاټ وکړو

په سپریم کورټ کې د نویو ججانو د تقررۍ دپاره د پاکستان عدالتي کمېشن د های کورټ څلور ججان نامزد کړي دي خو د خېبرپښتونخوا وکیلان وايي په دغه فهرست کې د پېښور های کورټ د مشر جج نوم نه دی شامل او د صوبې د وکيلانوسازمان د کمېشن په فېصله احتجاج او د عدالتونو څخه يې بایکاټ کړی دی

د خېپر پښتونخوا د وکيلانو تنظیم يا صوباي بار کونسل په غږ وکیلانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ داحتحاج په توګه د عدالتونو څخه باييکاټ وکړو.

د بارکونسل په وېنا د احتجاج مقصد د عدالتي کمېشن د پرېکړې په ضد غږ پورته کول وو چې د سپریم کورټ د قاضيانو دپاره يې خېبر پښتونخوا ته برخه نه ده ورکړې.

د خېبر پښتونخوا د بار کونسل مرستيال مشر محمدعلي خان جدون وي او ای ډیوه ته وویل د سپريم کورټ د جج دپاره د نوم ټاکنې قاعدې او اصول موجود دي او پکې تر ټولو مهم اصول د های کورت د جج په حېث مشرتیا یا سېنیریاټي ده.

جدون وویل جوډيشل کمېشن د دغه اصولو سر غړونه کړې او خېبرپښتونخوا نه يې د سپریم کورټ دپاره د يو قاضي نوم هم نه دی شامل کړی.

د شورو، چهاشنبې، په ورځ وکیلانو په ټوله صوبه کې د کمېشن د فېصلې په ضد احتجاج وکړو او په عدالتونو کې حاضر نه شول. احتجاج کونکو غوښتنه کوله چې د سپریم کورټ د قاضیانو نامزدګي دې د ايين او قانون مطابق وشي.

د پېښور هايي کورټ وکيل عباس سنګين خان ووېل "مونږ د سترې محکمې دپاره ټاکل شوې قاضيانو په نومونوکې د خېبر پښتونخوا په هېرولو حېران يوو ځکه چې د پېښور هايي کوټ مشر قاضي دا وخت د مشرتيا په حساب په دويم لمبر دی خو نوم يې د عدالتي کمېشن د دې غونډې په محال بيخي وېستل شوې."

د بار کونسل مرستيال مشر محمد علي خان ووېل د سترې محکمې د قاضيانو دپاره دغه نومونو کې خېبر پښتونخوا هېرول د صوبې وکيلانو او وګړو دپاره د اندېښنې وړ خبره ده او د هغه په قول دې سره يو داسې فکر ځای نيسي چې دغه جوډيشل کمېشن صوبو ته د برابرۍ په نظر نه دي کتلي ۔

د جوډيشل کمېشن یوه غونډه د جولايي په ٢٨مه نېټه هم شوې وه. په دغه غونډه کې دخېبر پښتونخوا څخه د جسټس قېصر رشيد خان نوم د سترې محکمې د قاضي دپاره په نوملړ کې ليکل شوی و خو دا وارې د ياد قاضي نوم نه وو شامل کړی شوی ۔

د سپريم کوټ دپاره د مجوزه ججانو نومونو د وړاندې کولوپه اړه مطبوعاتو کې رپوتونه راغلې دي خو د جوډيشل کمېشن د پرېکړې په اړه د سپريم کورټ په وېب پاڼه څه رسمي اعلان نه ليدل کيږي او نه هم جوډيشل کمېشن په دې اړه څه رسمي اعلان دی کړی.

د خېبر پښتونخوا د وکيلانو د سازمان مرستيال مشر محمد علي خان جدون ترمخه د جوډيشل کمېشن په غونډه کې د سپریم کورټ دپاره د څلورو ججانوم په نومونو اتفاق د غونډې په منټس یا په دفتري معلوماتو کې درج شوی دی چې په دغه پړاو يې په رسمي ډول اعلان نه کېږي.

جدون وویل د نامزد ججانو نومونه پارليماني کمېټۍ ته ور لېږل شوې دي او کله چې يې د تقررۍ منظوري وشي او په سپريم کورټ کې د ججانو په حېث يې د ګمارل کېدو ټول عمل تر سره شي نو سپريم کورټ بیا په باقاعده توګه د نویو ججانو د تقررۍ اعلاميه جاري کړي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG