لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا د ماربلو کارخانه دار بې له سوده قرضې غواړي


د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو مالکانو غوښتنه کړې چې حکومت دې دوی ته بې له سوده د دوو کالو د مودې لپاره قرضې ورکړي.

په دې اړه د خېبرپښتونخوا د ماربلو د کارخانو د سازمان صدر اصغرخان اتمانخېل وايي، د لاک ډاون له امله دوی ته د بجلۍ د بلونو او پېسو د واپسۍ له امله زيان رسېدلی، چرته چې دوي ماربل استوي له هغه ځایه دوی ته کومې پېسې نه راځي او که دوی ته دغه قرضې ترلاسه شي نو د پېسو زيان قابو کېدلی شي.

دا په داسې حال ده چې په نړۍ کې د تېلو د نرخونو کمېدو او د کرونا وبا له امله اقتصاد ته د زیان وروستو د وزيراعظم له خوا جوړه ځانګړې کميټۍ هڅه کوي چې د سود په شرح - کچه کې نور کمی راولي، او په نړیوال مارکیټ کې د تیلو په بیو کې د کموالی ګټه عام وګړی ته ورسوي.

د وزيراعظم د خزانې سلاکار ډاکټر حفيظ شېخ په مشرۍ کې د کمېټۍ په غونډه کې غړي په دې سلا شوي چې د بهر هېوادونو نه راتلونکې پېسې زياتول، زراعتو ته د ودې ورکولو، لويو کاروبارونو ته د قرضې ورکولو په مد کې ګټې رسولو او جنرل سېلز ټېکس يا جي اېس ټي د ۱۷ فيصده نه پينځه فيصده ته راولي.

دغه کمېټۍ ويلي، دوي هڅه کوي چې په نړيوال مارکيټ کې د تېلو د بيو کمېدو ګټه اولس ته ورسوي.

د ذکر وړ ده چې دا وخت په نړیوال مارکیټ کې د یو بېرل د خام تیلو- برېنټ کروډ ائل بيه ۲۱ ډالرو ته راکمه شوې ده.

د خېبرپښتونخوا په مردان خارکید پټروليم اېسوسي اېشن مشر اخترنواز وايي، د نړيوال مارکټ ترمخه که حکومت د پټرولو يو لټر په ۵۰ روپۍ کړي نو اولس ته به هم ګټه ترلاسه شي.

نوموړی وايي، دا وخت ۳۷ روپۍ حکومت په يو لټر کې اخلي او دا چې په څومره پېسو دوي ته تېل ورکول کېږي، دا ټولې پېسې د ټېکس په شکل کې حکومت ته ځي.

روانه مياشت د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح ۹ فيصده ته راکمه کړې وه او ويلي يې وو چې د کرونا وايرس له امله معيشت د بې باورۍ سره مخ دی او په مالي کال ۲۰۲۰م کې د اقتصادي پرمختيا شرح يو اعشاريه پينځه فيصده ته د کمېدو اندېښنې زياتې شوې دي.

ماهرين هيله څرګندوي چې د می په مياشت کې به مرکزي بېنک د ۱۰۰ - ۳۰۰ پواينټونو کمی راولي او د سود شرح به شپږ فيصده ته را کښته کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG