د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر وايي، د سوات په چارباغ کې د سکول د ماشومانو په ګاډي بريد د ترهګرۍ پېښه نه وه. په لسم اکتوبر د چارباغ په ګلي باغ کې سهار وختي د سکول په ګاډي ډزې شوې ډرايور پکې وژل شوی او يو زده کوونکی پکې ژوبل شوی وو.
د صوبې د پوليسو مشر [ايي جي پي] معظم جاه انصاري د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [20 اکتوبر] خبري غونډې ته وويل، د چارباغ پېښه د ترهګرۍ نه بلکې د شخصي دښمنۍ وه، او ډرايور حسېن احمد په کورنۍ شخړه کې وژل شوی وو.
هغه وويل په پېښه کې يو تن نيول شوی او د دوه نورو لټون روان دی يو به د دوبۍ نه د انټرپول په لاره راوستل کيږي.
پولیس افسر وويل، د ګلي باغ پېښه خلکو د ترهګرۍ پېښه ګڼلې خو پولیس او سي ټي ډي په مهارت سره د دغه پېښې پلټنې کړي دي.
په ګلي باغ کې د سکول په ګاډي د ډزو د پېښې وروسته د وژل شوي ډرايو د جسد سره احتجاج شوی او په بله ورځ خاورو ته سپارل شوی وو، په دغه ورځ په سوات کې شخصي سکولونه تړل شوي او د مينګورې په نشاط چوک کې مظاهره شوې وه چې پکې په سوات او خېبرپښتونخوا کې د امن غوښتنه شوې وه.
یادې مظاهرې ته په ګڼ شمېر کې خلک راټول شوي او سياسي مشرانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ورته وېناوې کړې وې.
د چارباغ د پېښې نه دوه ورځې وړاندې د سوات د [سي ټي ډي] پوليسو لخوا ويل شوي وو، د سي ټي ډي، ځايي پوليسو او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دوه مطلوب ترهګر انيس، او علي سيد چې پلار او زوی دي، وژل شوي وو.
خو د وژل شوو کسانو کورنۍ دعوه کړې وه چې دغه پېښه د پېسو په لېن دېن شوې، د وژل شوو کسانو تعلق د ټي ټي پي سره نه وو، او د وژل شوو کسانو د جسدونو سره يې احتجاج هم کړی دی.
معظم جاه د دغه پېښې په اړه وويل، د هغې تراوسه پلټنې روانې دي.
د خېبر پښتونخوا د خوراک او لوبو وزير عاطف خان نه د قلنګ غوښتو په اړه پولیس مشر وويل، د هغې پلټنې کوي. عاطف خان پرون منلې وه چې د قلنګ غوښتنه ترې شوې ده، د قلنګ د غوښتنې پرچه يا خط چې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی پکې تحریک طالبان پاکستان د عاطف خان نه د 80 لکه روپو قلنګ غوښتنه کړې ده.
خو پاکستانۍ ميډيا بيا خبر ورکړی چې ټي ټي پي ويلي د عاطف خان نه يې پېسې نه دي غوښتي.
معظم جاه ويلي، په يو کال کې پولیسو د قلنګ په پېښو کې ککړ 63 کسان نيولي دي او زياته کړې يې ده په افغانستان کې تېر کال د بدلون وروسته د سيمې حالات بدل شوي دي. هغه ويلي چې د افغانستان نه راتلونکي کسان جرمونه کوي ترهګر به ګرځول کيږي.
هغه ويلي د سوات غرونه د ترهګرو څخه پاک کړی شوي دي او د پولیس پوستې جوړې کړی شوي دي.
د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې د اګست په مياشت کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات کې مظاهرې پېل شوې وې.