لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا دپولیسو مشر وایي دخلکو مورال غورځولو لپاره ترهګر پولیس په نخښه کوي


د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري تېره ورځ په پېښور کې خبريالانو ته ويلي په پوليسو د ترهګرو د بریدونو مقصد دا دی چې عامو خلکو ته دا پېغام ورکړل شي چې د ستاسو ساتونکي پخپله خوندي نه دي
د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري تېره ورځ په پېښور کې خبريالانو ته ويلي په پوليسو د ترهګرو د بریدونو مقصد دا دی چې عامو خلکو ته دا پېغام ورکړل شي چې د ستاسو ساتونکي پخپله خوندي نه دي

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ويلي په صوبه کې دوي تل ترهګر ځپلي دي، او دغه لړۍ به روانه وي خو څيړونکي وايي پوليس دترهګرۍ مقابلې کولو د پاره عصري وسلو او اسانتياو ته اړتيا لري۔

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري تېره ورځ په پېښور کې خبريالانو ته ويلي په پوليسو د ترهګرو د بریدونو مقصد دا دی چې عامو خلکو ته دا پېغام ورکړل شي چې د ستاسو ساتونکي پخپله خوندي نه دي.

نوموړي ويلي دا د مورال غورځولو هڅه ده او دې کې ترهګر ناکامه شوي دي.

دمعظم جاه انصاري په وینا" مونږ وړاندي هم د ترهګرو مخې ته ولاړ وو او اوس به هم د دوي مقابلې ته ولاړ یو"

د پوليسو مشر معظم جاه انصاري دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د چارشنبې په ورځ په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو، ددغه بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔

د خېبر پښتونخوا پوليسو لخوا جاري شوو شمېرو کې ويل شوي د روان کال د جنورۍ د مياشتې نه تر نومبر مياشتې پورې 105 پوليس اهلکار وژل شوي دي او بېلابېلو پېښو کې109 عسکر ټپيان شوي دي، تر ټول زيات 16 پوليس عسکر د اپرېل په مياشت کې وژل شوي دي۔

دې د زياتو بريدونو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

د روانې نومبر مياشتې د وړومبۍ نېټې نه تر 15مې نېټې پورې ېې د26ؤ بريدونو ذمه وارۍ منلي دي، دا ټولې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي۔

څيړونکی او خبريال مشتاق يوسفزی وايي ټي ټي پي په دې وروستيو کې خپل زيات عمليات د امنيتي ځواکونو په نخښه کولو پورې محدود ساتلي دي،

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل د امنيتي ادارو اهکارو کې د وسله والو د پاره اسان هدف پوليس دي۔

"وسله والو اسان هدف ګوري، او چې مرګ ژوبله هم پکې زياته وشي، پوليس په هرځائ کې وي، د دوي دومره ټرېننګ هم نه وي شوی نو ځکه دا يو اسان هدف دی"

د لکي مروت له بريد وروسته د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي وو ترهګري اوس هم د پاکستان د پاره يوه مهمه مسله ده،

د پوليسو ترڅنګ په خېبر پښتونخوا کې دپوځ ، ايف سي ،د امن کميټۍ پخواني مشران او د سياسي ګوندونو غړي هم نخښه کيږي.

په دير او سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته په ټوله صوبه کې وخت په وخت د امن په پلوۍ او د بدامنۍ په ضد احتجاجي مظاهرې او جرګې کيږي۔ دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې د بدامنۍ مخه ونيسي، امن راوستل د رياست ذمه واري ده او بايد چې دا ذمه واري پوره کړی شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG