لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي وفاقي حکومت د قبایلي ضلعو ترقیاتي فنډونه ودرولي


تېمور سليم جګړه وویل وفاقي حکومت د ټولې صوبې يو سل شل بيلينا روپۍ ودرولې دي چې پکې شپيته بيلينا روپۍ د بجلۍ د پېدوار په مد کې دي
تېمور سليم جګړه وویل وفاقي حکومت د ټولې صوبې يو سل شل بيلينا روپۍ ودرولې دي چې پکې شپيته بيلينا روپۍ د بجلۍ د پېدوار په مد کې دي

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړه ويلي وفاقي حکومت صوبې ته د قبايلي ضلعو ترقياتي فنډونه ودرولي خو د وفاقي حکومت چارواکي وايي د خېبر پښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې فنډونو په شفافه توګه نه دي خرچ کړي او غواړي چې هلته ترقياتي کارونه د وفاقي حکومت د څار لاندې وشي.

تېمور سليم جګړه يو ځل بيا د خبره کړې چې وفاقي حکومت د موجوده مالي کال د پاره د قبایلي ضلعو پينځه پنځوس بيلينه روپو ترقياتي بجټ کې تر اوسه پينځه اربه روپۍ جاري کړي دي.

نوموړي ويلي وفاقي حکومت ورته يو خط کې ویلي چې د قبایلي ضلعو فنډونه جاري په اړه قامي اسمبلي تحفظات لري او کميټي يې جوړه کړې چې دغو سیمو دپاره پېسې به د قامې اسمبلۍ د غړو په زريعه جاري کوي.

ښاغلي جګړه وویل امید نه لري چې وفاقي حکومت به د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعو ته فنډونه جاري کړي. "زه تاسو ته ليکلي درکوم چې دا حکومت به قبايلي ضلعو ته پېسې نه جاري کوي، په څلويښتو کالو کې تاسو ته پته ولې ونه لګېده چې د نواز شريف يو هدف دی او هغه د پنجاب صوبه ده."

هغه وويل د دوی حکومت ته پينځه اربه روپۍ ورکړل شوي او صوبايي حکومت په قبايلي ضلعو کې اته اربه روپۍ خرچ کړي دي. هغه زیاته کړه چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په حکومت کې صوبايي حکومت ته د دې نه څو چنده زياتې پېسې ورکړل شوې وې.

تېمور سليم جګړه
تېمور سليم جګړه

د کرمې ضلعې وفاقي وزير ساجد توري وي اوای ډيوه ته وويل په قبايلي ضلعو کې د صوبايي حکومت په فنډونو لګولو تحفظات دي خو نه غواړي چې په قبايلي ضلعو کې روان ترقياتي پروګرامونه درول شي. هغه زیاته کړه غواړي چې په قبایلي ضلعو کې نوي منصوبې دې د وفاقي حکومت د څار لاندې وشي.

ښاغلي توري وویل صوبايي حکومت په قبایلي ضلعو کې د اربونو روپو د لګولو خبره کوي خو" په مېدان کوم لوي بدلون نه ښکاري."

هغه وویل په سیمه کې روانو منصوبو ته دې فنډونه ورکړی شي خو پکار ده چې په نویو سیکمونو وفاقي حکومت اختیار ولري.

تېمور سليم جګړه وویل وفاقي حکومت د ټولې صوبې يو سل شل بيلينا روپۍ ودرولې دي چې پکې شپيته بيلينا روپۍ د بجلۍ د پېدوار په مد کې دي.

صوبايي وزیر وویل د وفاقي حکومت نه د پېسو نه ترلاسه کېدو له امله صوبايي حکومت مجبور شوی چې په ترقياتي منصوبو کمې پېسې خرچ کړي.

نوموړي ويلي د تېرو څو هفتو راهسې کوښښونه کوي چې د خېبرپښتونخوا په مالي مسلو د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره ملاقات وکړي خو لا نه دی کامیاب شوی.

د قامي اسمبلۍ د خزانې سټېنډنګ کميټۍ مشر قېصر احمد شېخ وويل د تحريک انصاف حکومت د استعفه ګانو جمع کولو له وجې د کميټۍ غونډو ته نه راځې چې په داسې مهمو مسلو خبرې وکړي خو د خېبر پښتونخواحکومت کميټۍ ته خط وليکي دوي د وفاقي حکومت د خزانې وزير نه جواب غوښتلې شي۔

"که د پي ټي ايي د قامي اسمبلۍ غړي د کميټۍ غونډي ته نه راځي نو ما ته دې(صوبايي حکومت) خط وليکي زه د خپله طرفه هم دا مسله کميټۍ ته راوړې شم، مه ته دې وواېي زه به هغوي ته ورشم"

څيړونکو ډيوه ته وويل په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت دی او په وفاق کې د پاکستان جمهورې غورځنګ ګوندونه په واک دي د دې له امله خېبر پښتونخوا ته د فنډونو نه ورکولو مسلې سياسي شکل اختيار کړی دی چې اثر يې د عام اولس د خېر ښيګړې په کارونو هم غورځېږي.


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG