لاس رسیدونکی لینک

 
دپښتونخوا دتماکو کرونده ګرو دمناسب نرخ نه ټاکل کیدو صورت کې دتماکو دخرڅ نه دانکار دړکه کړې ده
تازه خبر

دپښتونخوا دتماکو کرونده ګرو دمناسب نرخ نه ټاکل کیدو صورت کې دتماکو دخرڅ نه دانکار دړکه کړې ده


د خيبر پښتونخوا د کرونده ګرو د رابطه کونسل عمومي سېکتر لیاقت علی وی او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې د کرونده ګرو خرڅونه زیات شوي او حکومت دې د یو کلوګرام تمباکو بيعه 350 روپۍ مقرر کړي
د خيبر پښتونخوا د کرونده ګرو د رابطه کونسل عمومي سېکتر لیاقت علی وی او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې د کرونده ګرو خرڅونه زیات شوي او حکومت دې د یو کلوګرام تمباکو بيعه 350 روپۍ مقرر کړي

په خيبر پښتونخوا کې د تمباکو کرونده ګر غوښتنه کوي چې هغوي ته دې د تمباکو مناسب نرخ وټاکل شي ګنې هغوی به تمباکو د ټاکل شوي خرڅ نه انکار وکړي. د تمباکو بورډ وایې مرکزي حکومت سږکال د تمباکو د یو کلوګرام بيعه 245 روپۍ ټاکلې ده.

د خیبر پښتونخوا د تمباکو بورډ وایي د تمباکو قیمت مرکزي حکومت تړي او په هغې کې د کرونده ګرو او تمباکو د کمپنو غړي ناست وي، بورډ وایي د ټولو استازو په ګډه غونډه کې په دې بحث کیږي او بیا مرکزي حکومت ددې نرخونه ټاکي .

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې د صوبې د کرونده ګرو دبیلابیلو تنطیمونو "کاشتکاران اتحاد" غونډه شوې چی پکې د تمباکو د بورډ او مرکزي حکومت څخه غوښتنه شوې چی د تمباکو قیمتونه دې زیات کړي.

د خيبر پښتونخوا د کرونده ګرو د رابطه کونسل عمومي سېکتر لیاقت علی وی او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې د کرونده ګرو خرڅونه زیات شوي او حکومت دې د یو کلوګرام تمباکو بيعه 350 روپۍ مقرر کړي.

"په تیر یو کال کې چې په پاکستان کې کومه ګراني راغلې هغه ډیره زیاته ده او زمونږه دا غوښتنه ده چې د تمباکو نرخ دې 350 روپۍ کلو مقرر کړی شې او که داسې ونه شي نو کرونده ګر به مجبوره شي چې د تمباکو کمپنیو ته دتمباکو ورکړه تر هغې ودروي تر کومې چې نرخونه مناسب ځائ ته رسېدلي نه وي"

لیاقت علي زیاتوي د تمباکو د زمکې په تیارولو ټریکټر د یوي ګینټې یا ساعت نرخ د 1100روپو نه 2000 ته زیات شوی ،دخشاکو د یو من بيعه 1200 روپو ته رسېدلې ده، ډي ای پي څره پروسکال په 4500 روپی وه دا اوس 11000 روپو ته زیاته شوې ده.

څیړنې وایي ورجینیا تمباکو د خيبر پښتونخوا په میداني علاقو مردان ،چارسده او صوابۍ نه علاوه په بونیر ، هري پور او مانسهره ضلعه کې پیدا کیږې او دا د کرونده ګرو د نغدو پیسو فصل دی چې کرونده ګر ورباندې د کورونو ماته ګوډه پوره کوي او د نورو فصلونو خرڅونه هم ددې فصل نه پوره کیږي.

مرکزي حکومت ته د سنټرل ایکسایز ډیوټۍ په مد کې هر کال د تمباکو د صنعت نه 150 ارب روپۍ او د تمباکو د ترقیاتي مالیایي تمباکو سیس په مد کې صوبې ته 70 کروړه روپۍ ترلاسه کیږې.

د تمباکو فصل ته د پرمختیا ورکولو اداره پاکستان ټوبیکو بورډ وایي د تمباکو د نرخ د تړلو سره هغوي هیڅ تعلق نه لري.

د بورډ سېکتر حضر احمد وی او ای ډیوه ته وایي د تیر کال په مقابل کې سږکال د تمباکو نرخ د 215 روپو په ځايې 245 روپۍ مقرر کړی شوی دی.

هغه وایي د تمباکو د فصل د تیاریدو وړاندې د کرونده ګرو ، کمپنیو او د بورډ د غړو په شمول په نرخ بحث کیږي او بیا مرکزي حکومت ددې منظوري ورکوي.

"دا فیصله بورډ نه کوي، دا وزیر اعظم نرخ مقرر کړي، د بورډ ورکنګ کمیټي جوړیږي هغې کې د کرونده ګرو او کمپنیو نماینده ګان وي او هغه سفارشات بیا مرکزي وزارت ته ځي او دکابينې نه وروسته وزیراعظم ددې منظوري ورکوي"

څیړنې وایي سږکال د تمباکو د بورډ له خوا د تمباکو پیداوار 5 کروړه کلوګرام مقرر کړی شوی خو د کرونده ګرو له خوا د فصل د بایکاټ له امله پیداوار کم شوی او بیا د سیلابونو او ږلۍ له وجې هم دې فصل ته نقصان رسیدلی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG