لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا کرونده ګر: د تحریک انصاف حکومت باید خپل اعلانونه عملي کړي


Fauji Fertilizer
Fauji Fertilizer

د خېبرپښتونخوا کرونده ګر وايي دوي تل د تحريک انصاف د حکومت نه اعلانونه اورېدلي خو په دغه اعلانونو او دعوو هېڅ عمل نه دی شوی او په خصوصي توګه د دې صوبې کرونده ګر له دې اعلانونو بې برخې پاتې شوي دي.

د صوبې د کرندوه ګرو د اتحاديي يا کسان بورډ مشر رضوان الله وايي د کرونا وايرس وبا په هر لوري خوره ده او د ژوند د نورو څانګو په رنګ کرونده ګر هم له دې وبا نه اغېزمن شوي دي.

د نوموړي په وينا چې د پاکستان د ۷۰ فيصده خلکو ضرورتونه د کرکيلې سره تړلي دي، د خېبرپښتونخوا حکومت د کرونده ګرو لپاره د يو بېړني پروګرام اعلان هم کړی ؤ چې لپاره يې پېسې ځانګړې کړی شوې وې خو د دغه اعلان لا هم څه پته نه لګي.

هغه وايي دوي د دا رنګ اعلانونو ستاينه کوي خو بايد دې ته عملي شکل هم ورکړی شي.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د مرکزي کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ په دې ورستيو کې د هېواد د کرونده ګرو لپاره د مرستو يا امدادي پېکج اعلان کړی ؤ.

د وزيراعظم د خزانې سلاکار حفيظ شېخ په مشرۍ شوې دې غونډه کې ويل شوي وو چې د کرونا وايرس لړ کې د ۱۲۰۰ اربه روپو په مرستو کې به ۱۰۰ اربه ورپۍ کرونده ګرو ته ورکول کېږي.

په دغه غونډه کې ويل شوي وو چې دا مرستې به کرونده ګرو ته د کېميايي سرې، د بېنکونو د قرضو اخستلو لړ کې د سود د کمي، دوايانو او په مقامي توګه جوړېدونکي ټرېکټرو باندې په سېلز ټېکس کې د اسانتياوي په شکل کې ورکول کېږي.

خو رضوان الله وايي څو پورې حکومت عملي ګامونه نه وي پورته کړي دوي په حکومت هېڅ باور نه کوي.

د خېبرپښتونخوا د کرونده ګرو د کسان کونسل عمومي سېکتر لياقت علي يوسفزی وايي، دا اول ځل نه ده چې د حکومت اعلانونه اوري خو نوموړی ګيله کوي چې د حکومت له خوا د اعلان شوو قرضو طريقه ګرانه ده، بله دا چې د بېنکونو نه په قرضو ترلاسه کولو کې کرونده ګر د سختو ستونزو سره مخ کېږي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا واړه زميندار چې کله د دغه قرضو لپاره اسناد تياروي نو د ګرانوالي له امله دوي د دې نه لاس په سر شي.

لياقت يوسفزی وايي د اعلان شوو قرضو ټوله ګټه د پنجاب او سند صوبې لوی زميداران پورته کوي.

د ياد وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا وبا وروستو حکومت په بېلا بېلو برخو کې د مرستو اعلانونه کړي وو، وړو او لويو کارخانه دارو ته يې د يو کال لپاره قرضې ځنډولې دي.

د پاکستان مرکزي بېنک په ملک کې د سود شرح د ۱۳ اعشاريه ۲۵ فيصده نه اته فيصده ته کمه کړې چې داسې د کرونا وبا اقتصادي اثرات کم شي.

د دې ترڅنګ مرکزي بېنک کارخانه دارو او زميدارو ته په شپږ فيصده اسانو شرطونو د قرضونو ورکولو ويلي وو خو زميداران ګيله کوي چې شخصي بېنکونه د مرکزي بېنک دا اعلانونه نه عملي کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG