لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا سياسي ګوندونو په این ایف سي کې د صوبې استازیتوب د پنجاب تن ته ورکولو په سر نيوکې کړی


Pakistan Tourism
Pakistan Tourism

په خېبرپښتونخوا کې سياسي ګوندونو په لسم قامي مالياتي کمېشن کې د صوبې نمايندګي د پنجاب يو تن ته د ورکولو په سر نيوکې کړې دي.

دا له هغې وروستو چې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي لسم قامي مالياتي کمېشن جوړ کړی چې پکې د خېبرپښتونخوا نه د صوبې د خزانې وزير او ازاد غړی مشرف رسول ټاکل شوی دی.

په دې اړه د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي او پارليماني مشر سردارحسېن بابک ويلي د مشرف رسول تعلق د پنجاب صوبې سره دی او دوي ګڼي چې په مالي وېش کې به هغه د صوبې د حقونو حفاظت ونه کړی شي نو ځکه دا کمېشن ردوي او دا د بيا جوړولو غوښتنه کوي.

"دلته له بده مرغه داسې حکومت ناست دی چې د خپلې صوبې او د خپل اولس د برخې تپوس هم نه شي کولی. اوس يې په دې کمېشن کې غړی د پنجاب نه راوستلو چې هر څه پنجاب ته ورکړي. مونږ نه يواځې دا ردوو بلکې په جار يې مخالفت هم کوو."

هم دا راز د قومي وطن پارټۍ صوبايي چېرمېن سکندرشېرپاو ويلي په صوبه کې په معاشي معاملاتو او د صوبې د اولس په حقونو پوهه ماهران شته، بايد هغوي د دې کمېشن برخه جوړ کړی شي.

"د پنجاب نه زمونږ لپاره نماينده ټاکل د غندنې وړ خبره ده. دا يو اړخ ته د صوبايي حکومت کمزورتيا ښايي او بل خوا د مرکز له خوا زياتی دی. بايد داسې کس وټاکل شي چې زمونږ د صوبې د حقونو لپاره په سمه توګه جنګ وکړي."

د جماعت اسلامي د صوبايي اسمبلۍ غړي عنايت الله خان وايي دوي هم د مشرف رسول د خېبرپښتونخوا په نمايندګۍ ټاکلو اعتراض لري.

نوموړی وايي چې اول خو د صوبې کس ټاکل پکار وو، بله مهمه خبره دا ده چې د ځيني وزيرانو دا بيانونه هم راغلي چې اتلسم اييني ترميم کې ګوتې وهل غواړي. دې سره سره چې کومې قاعدې او ضوابط ټاکل شوي دي نو په هغې کې ځيني داسې خبرې هم شته چې د صوبې ذمه واري نه ده.

د مشرف رسول سيان په ټاکلو نيوکې رامنځ ته کېږي خو لا هم د صوبايي حکومت له خوا په دې اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړا پاکستاني مطبوعاتو ته ويلي په اېن اېف سي اېوارډ کې به د صوبې په برخه هېڅ مصلحت نه کوي.

په لسم قامي مالياتي کمېشن کې د بلوچستان په نماينده هم نيوکې کېږي ځکه چې د هغه تعلق د سند صوبې سره دی.

د دې سره سره سند صوبې دا کمېشن رد کړی او وزيراعظم عمران خان ته په ليکل شوي يو خط کې يې ويلي په صوبو اضافي مالياتي بوج اچول کېږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG