لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا وزير اعلی محمود خان: خپله بجلي خپل اختيار


د خېبرپښتونخوا حکومت په صوبه کې د بجلۍ د لېږدولو يا ټرانسمشن او ګرډ کمپنۍ جوړولو پرېکړه کړې ده. د خېبرپښتونخوا وزير اعلی محمود خان د خالي په ورځ په ټولنيزو رسنيو ټوېټر ليکلي: "خپله بجلي خپل اختيار" او زياتوي چې د دې کمپنۍ جوړېدو وروسته به په صوبه کې په جوړېدونکې بجلۍ د صوبې اختيار وي.


د وزير اعلی د توانايۍ د محکمې سلاکار حمايت الله خان ډيوه ته وويل دوي د وړو ډېمونو نه د بجلۍ پېداوار نزدې ۲۰۰ مېګاواټه ته رسولی دی کوم چې به ژر تر ۳۰۰ مېګاواټه ورسول شي.

نوموړی زياتوي د دې کمپنۍ جوړولو سره به په صوبه کې د بجلۍ په ترسيل کې رامخې ته خنډان هوار شي او د اوبو نه جوړېدونکې ارزانه بجلي به د دې کمپنۍ له لارې خورېږي.

د حمايت الله خان په وينا چې د دې له لارې لوی مقصد کارخانو او نورو کاروباري ځايونو ته ارزانه او اسانه بجلي ورکول دي.

د پاکستان په اساسي قانون کېد اتلسم اييني بدلون وروستو صوبو ته دا واک ترلاسه دی چې د اوبو او يا تېلو له لارې د بجلۍ د پېدا کولو منصوبې، ګرډسټېشن او د بجلۍ د ترسيل نظام جوړ کړي.

د دې کمپنۍ د ګټو په اړه په پېښور کې مېشت خبريال لحاظ علي وايي اوس به هغه پېسې هم صوبې ته بچ کېږي کومې چې به هم په دې مد کې مرکز ته ورکول کېدلې.

ښاغلی لحاظ زياتوي چې د حکومتي چارواکو له خوا دا يو ګټه ور ګام دی ځکه چې هم د دې کمپنۍ له لارې به په لرو پرتو سيمو کې پېدا کېدونکې بجلي هم ځايي خلکو ته ورکول کېږي.

کارپوهان وايي د اتلسم اييني ترميم وروسته صوبو ته په خپلو وسايلو تر ډېره حده واک ترلاسه دی او د دې ګټه وړو صوبو ته زياته رسېږي.

خو بل اړخ ته د وفاقي حکومت له خوا په دې اييني ترميم کې د بدلون ګنګوسې روانې دي د کوم چې پاکستان پيپلزپارټي، عوامي نيشنل ګوند او نورو لويو سياسي ګوندونو مخالفت کړی دی.

د حکومتي سرچينو تر مخه دا وخت په خېبرپښتونخوا کې د اوبو نه ۱۶۲ مېګاواټه بجلي جوړېږي او د وزير اعلی د توانايۍ سلاکار حمايت الله وايي چې په راتلونکې دوه کالو کې به دا پېداوار تر ۲۱۴ مېګاواټه رسول کېږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG