لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سره د حکومتي ژمنو او ګامونو خېبر پښتونخوا کې ووړه هم هغه شان ګران دي


په خېبر پښتونخوا کی د حکومتي ژمنو او ګامونو باوجود د ووړو بیعې لا نه دي کمې شوي او لا هم د شل کېلو وړې بوجۍ (تروړې) نرخ د 1300 نه تر 1400 روپو پورې دی.

د خیبر پښتونخوا صوبايي‌ حکومت ویاند کامران بنګش وایي صوبایي حکومت 9.5 لکه ټڼه غنمو سودا کړې او په دغې کې ۳ لکه ټڼه غنم صوبې ته رارسیدلي، خو د کم امدن او مزدوري کونکي خلک بیا وايي ووړه هم هغه شان ګران دي.

د خېبر پښتونخوا اوسیدونکي وايي دوي نه شي کولی، د خپل کور ضرورتونه او خوراکي شیان تر لاسه کړي او غوښتنه کوي چې صوبايي حکومت دې د بې وسه او غریبو خلکو لپاره په ټوله صوبه کې ارزان بازارونه شورو کړي چرته چې خلک د ضرورت خوراکي شیان اخستلی شي.‌

۴۰ کلن تاج رحمان په مردان ښار کی ټیکسي موټر ‌‌‌‌‌‌ډرائيور دی، وي او ای ډیوه ته وایي د ګرانۍ له امله یې ژوند ګران شوی: ٫٫ حکومت وایي چې د ووړو شل کیلو بوجۍ په 850 روپۍ ده خو مونږه یې په دیارلس سوه روپۍ اخلو، مخه وریځ او سیاسي خلک دغه په کم نرخ په اسانه ترلاسه کیږي.٬٬ تاج رحمان زیاتوي ٫٫ مونږه په دی خیال تحریک انصاف ته ووټ ورکړی وو چې بدلون به راشي، خو زمونږ ژوند نور هم ګران شوی.٬٬

تاج رحمان ګیله کوي او وايي: ٫٫ کوم تن چې د ورځې پینځه سوه روپۍ ګټي/ پیدا کوي، هغه پرې څه واخلي؟ چاېې، چیني، جامې پیزار او که ووړه؟ په دې کې د ضرورتونو پوره کیدل ګرانه ده.٬٬

په خېبر پښتونخوا کې د ووړو سوداګر وايي بیعې ندي کمې شوي او زیاتوي په تیرو څلورو میاشتو کې د ووړو تروړه څلورنیم سوه روپۍ ګرانه شوې. یو سوادګار عابد حسین وايي دوي ته یوه تروړه په ۱۳۰۰ روپې میلاویږي او فاېن ووړو دغه تروړه بیا په ۱۴۰۰ روپۍ ده.

د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت ضلعي چارواکوته امر کړی چې په علاقايي سطح ارزان بازارونه ولګوي چې خلک په کمه بېیه د ضرورت او خوراکي شیان ترلاسه کړي.

په مردان کې ناېب ډپټي کمشنر نېک محمد وايي په ضلعه کې یې دوه ارزان بازارونه لګول شوي چرته چې خلک په ارزانه بېیه ووړه،‌ چیني، سبزیانې او نور خوراکي سامانونه ترلاسه کولی شي.

نوموړی ادعا کوي چې په دغه بازارونو کې د ووړو د ۲۰ کیلو وړې بوجۍ نرخ ۸۵۰ روپۍ دی او دکاندارانو ته هم په کم نرخ د ووړو خرڅولو لپاره سهولتونه ورکړل شوي دي.

د ووړو د ملونو سوداګر بیا وايي، هغوی ته د حکومت له خوا د ضرورت مطابق غنم نه ترلاسه کیږي او د ملونو ضرورت پوره کولو لپاره بیا د پرانستي مارکیټ نه غنم اخلي. د ملونو مالکان وايي د غنمو د ۱۰۰ کیلو نرخ ۶۰۰۰ روپۍ دی او د صوبې ضرورت پوره کولو لپاره هره ورځ ۱۲۰۰۰ ټنه غنم پکار دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG