لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د غیرت په نامه دوه جېنکې وژل شوي او څلور په تیزابو سوځول شوي 


د خېبر پښتونخوا کرمې ضلع پوليس وايي تیره ورځ په کوزه کرمه کې یو تن خپلې دوه وریرې د غیرت په نامه وژلي. بل خوا په پېښور کې یو چارواکي ډيوه ته پخلی کړی یو سړي خپله ښځه او درې لوڼه په تیزابو سوځولي.

د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې کرمې پوليسو اېس اېچ او محمد رشيد وي او ای ډيوه ته وويلي تيره ورځ يو تره خپلې دوه وريرې په ډزو وژلې چې عمرونه يي نورلس او شل کاله وو.

رشيد وايي د دغې پېښې ايف ايي ار يي د پوليس په مديعت کې درج کړې او پلټنې روانې دي. " دا د غېرت په نوم خپل تره وژلي دي او د پيښې پلټنې روانې دي"

محمد رشيد زیاته کړې هم په دغه ورځ يو بل سړې هم وژل شوی خو خپلوانو يي ايف ائي ار د نامعلومه تنانو پرضد کړې دي.

په پېښور کې د پاکستان د بشري حقونو ورزات مشر غلام علي بیا پخلی کړی چې په اولسم اګست په پېښور کې اوسيدونکي یو تن په خپله ښځه او درې لوڼو باندې تيزاب وراچولي.

د دغه تن تعلق د چترال سېمې سره دی او دوه لوڼه يي د اوويا فيصده او يوه د اتيا فيصده نه زياته سوځيدلي ده. دغه درې واړه جینکۍپه روغتون کې بې هوشه پرتې دي او درملنه يي روانه ده. غلام خان وايي د دې جينکو مور ښه ده او د خبرو کولو جوګه ده.

‌ د دغه جینکو مور غلام علي ته ویلي، چې خاوند يي د ښځې او لوڼو ګرځيدو باره کې شکمن وو او په څورلسم اګست يي د کوره بهر وتلو نه منع کړي او په ولسم اګست دا پېښه رامينځ ته شوه.

د پېښور حيات اباد تاتارا پوليس سټېشن چارواکو ډيوه ته وويلي دوي سره ليکل شوي ايف ائي ار کې د غېرت په نوم د تيزاب اچولو خبره نشته او ايف ائي ار د دولس کلن ماشوم په مديعت کې شوی. چې د خپل پلار په اړه يي وويلي په خويندو او مور يي تيزاب اچولي دي.

پېښور کې د بشري حقونو د وزارت ځايي مشر وي او ای ډيوه ته وويلي په خېبر پښتونخوا کې په تير يو کال کې په ښځو د تيزاب اچولو دا دویمه پيښه ده. په پاکستان کې په تیزابو سوځول شوو ښځو لپاره کارکونکی تنظیم یا ډلې شمېرې ښايي په ټول ملک کې په کال ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کې ۶۲ د تيزابو اچولو پېښې رپورټ شوي دي.

د بشري حقونو لپاره کارکونکي تيمور کمال وي او ای ډيوه ته وايي په قبايلي ضلعو کې د نورو سيمو په نسبت کمې د غېرت په نوم وژنې رپورټ کيږي خو هلته د پوليس او عدالتي نظام غځيدو سره داسېپېښې رپورټ کېدل سېوا شوي دي.‌

د بشري حقونو د څار ادارې هيومېن راېټ واچ ترمخه په پاکستان کې هر کال د یو زر نه زياتې ښځې د غېرت په نوم وژل کيږي خو څيړونکې وايي د قبايلي ضلعو نه د دغسې پېښو رپورټ کيدو په صورت کې دغه شمېرې زياتېدې شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG