لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتوخوا: شخصي سکولونه پرانستل شو خو حکومت وایي پرضد به یې ګامونه اخلي 


په کوټه کې د شخصي سکولونو پرانستلو لپاره شوې مظاهرې زوړ عکس
په کوټه کې د شخصي سکولونو پرانستلو لپاره شوې مظاهرې زوړ عکس

په خېبر پښتونخوا کې د شخصي یا پراېیوېټ سکولونو اتحادیې (پراېیوېټ سکولز نېټ ورک) په ټوله صوبه کې د نن (خالي/ شنبې) د ورځې نه د ټولو شخصي سکولونو د پرانستلو اعلان کړی او نن هم په صوبه کې یو شمیر شخصي سکولونه پرانستل شوي وو.

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت بیا د هغه ټولو شخصي سکولونو پرضد د ګامونو پورته کولو (تړلو) فیصله کړې چې د حکومتي احکاماتو خلاف پرانستل شوي.‌

د خېبر پښتونخوا د شخصې سکولونو اتحادیې مرستیال مشر جاوېد خان وي ای ډیوه ته ویلي، په ټول پاکستان کې د حکومت لخوا کاروبارونه او د ژوند ټولې برخې یا شعبې خلاصې شوي خو یواځې تعليمي ادارې بندې دي.‌ نوموړي ویلي د حکومتي سپارښتنو په رڼا کې یې د اتم نه تر ۱۲ ټولګي یا کلاس زده کونکو لپاره د تعليمي ادارو د پرانستلو فیصله کړې ده چې د ماشومانو نور وخت ضايع نه شي.

" مونږ تعلیمي ادارې د حکومتي سپارښتنو یا اېس او پيز لاندې پرانستي او په اېس اوپيز به پوره پوره عمل کوو. سکولونو ته د راتلونکو ماشومانو به پوره خیال هم ساتو. د دې فیصلې سره به د زده کونکو ماشومانو وخت نور د ضاېع کیدو نه بچ شي."

د جاوید خان په وینا په صوبه کې ټولې شخصي تعلیمي ادارې د مارچ په ۱۴ مه نېټه د حکومتي وینا وروسته تړل شوي او د هغه وخت نه د زياتره سکولونو استاذانو ته تنخواګانې هم نه ورکړل کیږي چې له سببه یې دوي د سختو مالي چېلنجونو سره مخ دي.

" د شخصي سکولونو نژدې یو نیم لک نارینه او زنانه استاذانې د تنخواګانو نه محرومه دي ځکه د سکولونو د بندیز سره سره د فیسونو اخستل هم بند دي. سره د دې۹۵ فيصده شخصي سکولونو ودانۍ په کرایه نیولي دي. مونږ ته دغه پېسې ورکول هم پاتې دي هم دغه شان زمونږه يوټيليټي بلونه هم پاتې دي.٬٬

د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمې سکېتر نديم اسلم چوهدري وي او ای ډيوه ته وويلي ماشومانو ته د سبقونو په عرض د تعلیمي ادارو د پرانستلو اجازه چاته هم نشته او څوک چې داسې کوي نو پرضد به یې کاروایي کیږي.

" مونږ په شپږم اګست ويلي چې سکولونه د انتظاميي کارونو لپاره خلاصیدی شي خو د ماشومانو د زده کړو لپاره نه. دغه هدايات د وفاقي حکومت د پالېسۍ لاندې ورکړل شوي او که کومه اداره ماشومان سکولونو ته په راتلو مجبوره وي نو پرضد به یې کاروايي کولی شي."

د سوات نه د وي او ای ډيوه خبريال فياض ظفر ترمخه په سیمه کې ضلعي انتظاميې نن تر۲۵ پورې شخصي سکولونه د پرانستلو وروسته تړلي او د ځینو سکولونو د مشرانو پرضد یې د نېشنل ډيزاسټر منجمينټ اتارټې يا اين ډي ايم اې د قانون لاندې مقدمې هم درج کړيدي.

د چارسدې شکيله ګوهرچې د دوو بچو مور ده، د شخصې سکولونو پرانستو په فیصله د خوشالۍ څرګندونه کړې او دغه فیصله یې. دخپل بچو د ښه راتلونکي لپاره یو ښه ګام بللی.

" زما بچي د سکولونو په وخت کې په سبقونو کې زړه لګیدو خو د سکولونو د نبدیز له سببه هغوي د سکول د نوم نه اوړېدلي دي نو سکولونه پرانستل ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره ښه فیصله ده."

د پاکستان د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود په نژدیو ورځو کې ويلي وو پاکستان کې به د ۱۵ ستمبر نه به ټولې تعلیمي ادارې د حکومتي سپارښتنو یا اېس او پیز په رڼا کې پرانستل کیږي او کومې تعلیمي ادارې چې په سپارښتنو عمل نه کوي هغه به بیرته تړل کیږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG