لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د کچه کوټې غورځېدو اؤ بټګرام کې د تندر لوېدو له امله پینځه کسان وژل شوي


File Photo
File Photo

په قبایلي ضلعه باجوړ کې د بارانونو له امله د یو کچه کور د کوټې غورځېدو له امله دوه مېرمنې مړې شوي اؤ د دوؤ ماشومانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي دي.

په بټګرام اوګۍ سیمه کې هم د تندر غورځېدو پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي اداره وایي چې خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د بارانونو په تازه لړۍ کې نور 27 کسان مړه شوي اؤ 33 ژوبل شوي دي.

د سیمې نه مرستندویه سرچېنو وي او ای ډیوه ته ویلي د خالي په ورځ د باجوړ د ماموند سیمې په ګیلۍ رستم خیل کورونه کې د یو کچه کور کوټه غورځېدلې چې اووه کسان یې لاندې کړي دي .

د سرچینو په وینا پېښه کې دوه مېرمنې مړې شوي اؤ د دوؤ ماشومانو په ګډون پینځه کسان ژوبل شوي چې د علاج لپاره د باجوړ ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.

تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خېبر پښتونخوا بټګرام اوګۍ کنډاو سیمه کې د اسماني برېښنا يا تندر پرېوتلو په پېښه کې 3 کسان وژل شوي وؤ.

د خېبر پښتونخوا پښتونخوا اؤ بلوچسستان په بیلابیلو سیمو کې د بارانونو لړۍ د تېرو دریو ورځو راهسې دوامداره ده اؤ د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د دولتي صوبایي ادارو د رپورټونو تر مخه په دواړو صوبو کې د دې بارانونو له امله مختلفو پېښو کې تر اوسه 27 کسان مړه شوي 33 نور ژوبل شوي دي.

په دې بارانونو کې ګڼو کورونو اؤ ولاړو فصلونو ته هم زیان رسیدلی دی.

د موسمیاتو محکمې امکان ښودلی چې دا بارانونه به دوه ورځې نور هم دوام وکړي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG