د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلعه کې په وسله وال بريد کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او بل ژوبل شوی، د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د پوليس وژنې غندنه کړې ده.
د کورمې پوليسو پرون په 25م اګست نزدې غرمه ویلي، د اتوار او خالي په مينځنۍ شپه کې"ترهګرو په منځنۍ کورمه کې د مرغې چينې په پکه وړۍ چيک پوسته باندې حمله کړې، سپاهي قوت خان پکې وژل شوی او شهزاد پکې ژوبل شوی وو".
د کورمې د پوليسو دفتر ويلي، د وژل شوي پوليس اهلکار جنازه پرون شوې او د ضلعې د پوليسو مشر (ډي پي او) کرم احمد شاه ويلي، په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي. هغه ویلي، پوليس هر وخت د خاورې د دفاع او ساتنې دپاره تیار دي.
د پاکستان د سرکاري مطبوعاتو (رېډيو پاکستان) ترمخه صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شریف د پوليس وژنې غندنه کړې ده.
ویل شوي، وزیراعظم په بريد کې د ککړو کسانو معلومولو او نيولو لارښوونه کړې او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې د پوليسو قربانۍ ستايلي دي.
خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په وروستیو کې د ترهګرۍ پرضد د پښتنو د قربانو ستاينه کړې او ويلي يې وو، چې ترهګر شریعت او د پاکستان دستور نه مني ځکه دوي هم ترهګر پاکستانيان نه مني.
د پاکستان پوځ ترمخه، د 18lم او 19م اګست په مینځنۍ شپه کې افغانستان سره په پوله باجوړ ضلعه کې په پوله د امنیتي ځواکونو او تحريک طالبان پاکستان چې پوځ یې اوس د خوارجو په نوم يادوی، ترمنځ نښته کې درې پوځيان وژل شوي او پوځ د پينځو خوارجو وژلو او څلورو ژوبلېدو ويلي وو.
د پاکستان پوځ ویلي وو، په افغانستان کې د عبوري حکومت نه د پولې د انتظام سمبالولو، او دغه وعدې چې خپله خاوره به خوارجو ته کارېدو دپاره نه پرېږدي، تمه ساتي.
پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، خو په افغانستان کې واکمنه طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.
پاکستان کې د څيړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټيسټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) د رپورټ ترمخه، پاکستان کې د جولايۍ په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي، بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.
د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، په دغو وسله والو بريدونو کې زيات د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي وو.
د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل" شوي وو.
Forum