لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که کرمه لاهور وی نو خلکو به يې څلورنیم کاله انتظار نه کوو


د ډیورنډ کرښې ته څیرمه کرمه قبایلي سیمه کې په زرګونو خلک د تیرو څلور نیمو کالو راهسې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې غړی نه لري. حکومت هلته د قامي اسمبلۍ (این ای ۳۸) څوکۍ باندې په کال ۲۰۱۳م کې د امنیتي ستونزو له وجې انتخابات ځندولي وو.

د پاکستان د انتخاباتو قامی کمیشن (الیکشن کمیشن) د قانون تر مخه که د قامي یا صوباېي اسمبلۍ څوکۍ خالي شي نو په ۴۵ ورځو کې دننه دې هلته د انتخاباتو نیټه ټاکل لازمي وي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دغه سیمه کی امن پرځايي کړی شوی خو څلور نیم کاله تیریدو روستو هم د کرمي خلکو لپاره د ۴۵ ورځو نیټه پوره نه شوه.

په پاکستان کې د کلیوالو سیمو او په تیره بیا د وروسته پاتې قبایلي سیمو غږ په ګرانه د واکمنو غوږو ته رسیږي. د دې یوه لویه وجه دا ده چې میډیا زیات تره په ښاري سیمو کې فعاله ښکاري.

دغه حال د سیاسي او انتخابي معاملو هم دی. د کال ۲۰۱۳م د عمومي ټاکنو وروسته په لاهور، کراچۍ، پېښور او نورو ښاري سیمو کې د قامي او صوبايي اسمبلیو د خالي شوو څوکیو لپاره د قانون سره سم په ۴۵ ورځو کې انتخابونه تر سره شول. خو هم دغه قانون په کرمه کې تر اوسه نه دی عملي شوی. او داسې ښکاري چې د مسلم لیګ (ن) د حکومت په ټوله دوره کې د کرمې د این ای ۳۸م څوکۍ ووټران په پارلیمان کې بېخي نماېندګي ونه لري.

پاکستان کې اکثر ووټران ګیله کوي چې د الیکشن نه وروسته خپل استازې په سترګو نه ویني، خو چې کله د الیکشن شپې ورځې راشې نو د اینځر ګلونه را وټوکیږي، ممبران د خلکو جنازو له ځې؛ پوښتنې يې کوي، هغوي ته شنه باغونه ښايي او کله کله خو د ووټرانو سپورې ستغې هم برداشت کوي.

خو د کرمې لپاره د قامي اسمبلۍ خالي څوکۍ لپاره ارزومند غړي د تیرو څلورنیم کالونه د الیکشن کمیشن چکرې وهي چې په دغه حلقه کې انتخابات راجوړ کړي.

د دغه حلقې نه د قامي اسمبلۍ پخواني غړی منیر خان اورکزۍ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي هغه او ملګري یې د الیکشن کمیشن سره په رابطو کې دي، خو چارواکي ورته هر ځل د درې میاشتو نیټه ورکوي. چې راتلونکي درې میاشتو کې به دغه ګام عملي کړي، خو تروسه دغه خوب پوره نه شو.

منیر اورکزۍ وايي: ٫٫کله چې د قامي اسمبلۍ غړی ووم نو هر کال به مې په کروړنو روپو پروژې ترسره کولې، چې زیاتره به د سکولونو، سړکونو او هسپتالونو په مد کې خرچ کیدلې. خو تیر څلورنیم کالو کې دغه حلقې ته د پرمختیا فنډونه نه دي ورکړی شوي.٬٬

د پاکستان پوځ بیا بیا دغه دعوه کړې د پاکستان قبایلي سیمو کې يې امن پرځايي کړی خو سره د دغه دعوو تر اوسه په کرمه ایجنسۍ کې نه خو انتخابات تر سره شو اونه د الیکشن کمیشن ویاند هارون شنواري سره د تیر دوه ورځو نه په دغه اړه د ټلیفون په لیکه په تماس نیولو کې بریالي شو.

کله چې د ښاغلي منیر نه دا پوښتنه اوشوه چې په دغې لانجې عدالت ته ولې نه ځي نو دهغه ځواب وو ٫٫ د زما په وس کې نه ده او دا دومره اسان کار نه دې.٬٬

منیر اورکزۍ د دغه حلقې د قامي اسمبلۍ پخواني غړۍ خو دې خو اوس داسې ښکاري کېدی شي اخری هم وي. ولې چې داسې رپورټونه راغلي چې د کال ۲۰۱۷م د سرشمیرنو په رنړا کې د کرمې ایجنسۍ خلک به د دوو پرځاېې یواځې د قامي اسمبلۍ یو غړی ټاکي.

د این اې ۳۸ کرمې ایجنسۍ غړو ته هم د دریو دریو میاشتو نیټه ورکول کیږي چې انتخابات به اوشي. په کال ۲۰۱۳م کې جوړ سیاسي حکومت کې خو دغه ژمنه پوره نه کړه خو اوس د دغه قبایلي سېمې خلک په دې تمه دي چې راتلونکي انتخاباتو کې به ورته د ووټ ورکولو موقع په لاس ورشي او که نه د چا د مرګ انتظار به کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG