لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ملک کې د سیاسي تاوتریخوالي او احتجاجونو وروسته کرغزستان خپل سرحدونه وتړل


د کرغزستان انتخابي کمېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ د حزب اختلاف د احتجاجونو وروسته د پارلماني انتخاباتو نتیجې رد کړې. د انتخاباتو په ضد شویو مظاهرو کې په سلګون کسان زخمیان شوی او تن پکې مړ شوی دی

د احتجاجونو وروسته چې په ترڅ کې یې حکومت ختم شوی او پارلماني انتخابات مسترد کړی شوي دي کرغزستان په هېواد کې د امنیت ښه کوولو په غرض خپل سرحدونه تړلي دي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه دا خبره د امنیت قامي شورا نایب مشر عمربېک سونالېیو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ انترفېکس خبري ادارې ته وکړه.

د احتجاجونو وروسته د کرغزستان وزیراعظم او د هغه کابېنې استعفا ورکړې او انتخابي کمېشن د اتوار، یکشنبې، په ورځ شويو انتخاباتو نتیجې مسترد کړې. حزب اختلاف لا تر اوسه متبادل حکومت په جوړولو کې نه دی کامیاب شوی.

د وزیراعظم کتبېک برونوو د مستعفي کېدو وروسته صدر سورنبای جینې بکېوو یوازې لیدل کېږي او هغه په حزب اختلاف د حکومت جوړوولو غږ کړی دی او حکومت مخالفو ګوندونو ته یې د منځګریتوب تجویز ورکړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په حکومتي مرکز کې د اتوو ګوندونو ترمنځ خبرې وشوې خو د وزیر اعظم په جانشین یې اختلافات ختم نه کړی شول.

د وزیراعظمۍ دپاره د دوو ممکنه امیدوارانو پلویانو به سرښار بېشکېک کې لاریونونه وکړل او د پارلیمنټ زړو غړو د سیاسي بحران په ختموولو نورې خبرې وکړې.

د کرغزستان انتخابي کمېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ د حزب اختلاف د احتجاجونو وروسته د پارلماني انتخاباتو نتیجې رد کړې. د انتخاباتو په ضد شویو مظاهرو کې په سلګون کسان زخمیان شوی او تن پکې مړ شوی دی.

د انتخاباتو کمېشن وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ د شویو انتخاباتو نتیجې یې ځکه مسترد کړې چې په ملک کې تاوتریخوالی ختم کړی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG