لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان ښاري سیمو کې میشت افغان کډوال ولې له بنیادي مرستو محرومه پاتې کیږي؟


د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري
د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري

په پاکستان کې د ښاري افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د راجوړې شوې یوې مطالعې په مهال ویل شوي چې د پاکستان په ښاري سیمو کې د میشت افغان کډوالو د سمو شمیرو د نشتوالي له امله دوي د روغتیا،تعلیم، روزګار اؤ نورو مرستو څخه محروم دي.

د زیارت - پنجشنبې په ورځ‌ په اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د کمیشنرۍ او د پېښور د انسټیټیوټ اف منیجمنټ ساینسز د ګډو هڅو له لارې د ترسره شوې سروې پرانسته وشوه چې د مدیریت علومو انسټیټیوټ – د پېښور د عامه پالیسۍ او څیړنې مرکز (CPPR) او د نړیوالو مرستو لپاره د جرمن ایجنسۍ GIZ په مرسته شوې ده.

د پښتونخوا د دریوؤ ضلعو پېښور، نوښار او هریپور په ښاري سیمو کې میشتو افغان کډوالو په اړه ترسره شوې دغه سروی یا نظر پوښتنه کې د تعلیم او روزنې، روغتیا، اقتصاد، ساتنې او بیرته ستنېدو په پینځوؤ بنیادي برخو کې د دوی ستونزې رابرڅېره کړی شوې.

په دې موقعه د وي او ای ډیوه سره خبرو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو چیف کمیشنر محمد عباس خان وویل،
"دا وخت مسله دا ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره څه قانون نشته، او پاکستان د ملګرو ملتونو کنونشن هم نه دی لاسلیک کړی، که قانون نه وي نو په یو هیواد کې د ژوند اسانتیاوې لکه صحت، تعلیم یا روزګار تر لاسه کولو کې مشکلات وي.

هغه وویل د دغې سټډې یا مطالعې څخه د افغان کډوالو دمعلوماتو تر لاسه کیدو وروسته به دوی ته دغه اسانتیاوې ورکول اسان شي.

پاکستان له څو لسیزو راهیسې د میلیونو افغان کډوالو کوربه دی.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

یو این ایچ سي ار وایي د 13 لکو رجسټرډ افغان کډوالو ترڅنګ 427,000 هغه خلک په پاکستان کې اوسېږي چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه دې هېواد ته راغلي دي.

د سروې کوونکې ډلې مشر ظفر حبیب وې او اې ډیوه ته واېې"د افغان کډوالو په اړه اکثره مطالعه په کېمپونو کې شوې، خو ډېر افغان کډوال په ښاري سیمو کې هم اوسي، چې په اړه یې د سمو معلوماتو د نشتوالي له امله دوی د صحت، تعلیم ، روزګار او خپل هیواد ته د ستنېدو لپاره ورکول کېدونکو مرستو څخه محروم وو.

هغه وایي دغه مطالعه به دوی ته د دغو مرستو د رسېدو لاره جوړه کړي ځکه چې حکومت ویلي اوس به د افغان کډوالو په اړه خپلی ټولې تګ لاری د دغه معلوماتو په اساس جوړي.

په پاکستان کې زیاتره افغان کډوال په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې ژوند کوي، دغه رنګه د دواړو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ لاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په لارو بدله شوې ده.

سربېره پر دې، یو شمېر افغان کډوال د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په یوه دریم هېواد کې د مېشته کېدو او یا د پناه غوښتنې لپاره هم په پاکستان کې اوسېږي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو ترکمن کیمپ کې د تیرو دوه څلویښت کلو راهسې میشت افغان کډوال، نعمت الله، خپله هیواد کې د روزګار د کمي له امله پاکستان کې پاته کیدل او ژوند کول غواړې، هغه وایي"د تیرو دوه څلویښت کلو راهسې په پاکستان کې اوسم، دلته د قالین کاروبار کوم، پاکستان حکومت که مونږ ته کارډونه راجوړ کړي. مونږ دلته خوشاله یو"

رپورټونه وايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې نیژدې یو میلین افغانان په لاقانونه توګه پاکستان ته راوښتي دي، چې پاکستان یې بیرته خپل هیواد ته د زر تر زر لیږلو پرېکړه کړې ده ځکه چې وایي دوی په غیرقانوني توګه دلته ژوند کوي.

په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هیواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بيرته به خپلو هېوادونو ته شړل کېږي.

هغه ويلي وو اړونده چارواکو سره یې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په حواله تفصیلي خبرې کړې دي او "په غېر قانوني توګه هیڅوک پاکستان کې د اوسېدو حق نه لري"

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG