لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ ،لاهور هائيکورټ د ۷ قېديانو تېزندۍ ودرولي


پاکستان کې د تېزندۍ ورکولو په سزا عمل په داسې وخت کې پېل شوی چې پېښور کې د طالبانو لخوا په سکول د بريد وروستو وزيراعظم نوازشريف د تېزندۍ د عملي کېدو منظوري ورکړې ده .
پاکستان کې د تېزندۍ ورکولو په سزا عمل په داسې وخت کې پېل شوی چې پېښور کې د طالبانو لخوا په سکول د بريد وروستو وزيراعظم نوازشريف د تېزندۍ د عملي کېدو منظوري ورکړې ده .

د پاکستان پنجاب صوبې سترې محکمې (لاهورهائيکورټ) پينځه ؤ قېديانو ته اورولې شوې د تېزندۍ سزا ودرولې ده ، او د سندهـ هائيکورټ لخوا هم دوه قېديانوته د تېزندۍ سزا وروستو کولو امر شوی دی .

راپورونه وايي د لاهور هائيکورټ د راولپنډۍ د بنچ جج جسټس ارشد محمود تبسم نن د گل په ورځ د احسان عظيم ، عمرنديم ، عامر يوسف ، کامران او اصف ادريس د تېزندۍ ودرولو امر د سزاوارو د وکيلانو لخوا عدالت ته د شوؤ خواستونو د اورېدنې په مهال کړی دی .

دغو پينځه واړو قېديانو ته په کال ۲۰۱۲م کې د پنجاب په گجرات سيمه کې د پوځ په کېمپ باندې د حملې په جرم کې د پهانسۍ سزا اورول شوې وه ، او قېديان د لاهور په کوټ لکپت زندان کې بند دي .

راپوورنه وايي د سزاوار شوؤ قېديانو وکيل لئيق خان سواتي عدالت ته خواست کړی ؤ ، چې مؤکلانو ته يي د ملک د قانون په ضد پوځي عدالتونو د پهانسۍ سزا اورولې ، اود دې ترڅنگ هغويي ته د کېس په وخت د وکيل موقع هم نه ده ورکړی شوې ، او نه د څه قسمه عدالتي کاروايۍ دستاويزات ورته ورکړل شوي دي .

عدالت د وکيل د موقف اورېدو وروستو د فېصله شوي کېس دستاويزات غوښتي ، او د بل حکم پورې يې د پينځه ؤ واړو ملزمانو د تېزندۍ د سزا ودرولو امرکړی دی .

بل لور ته د سندهـ هائيکورټ جج جسټس محمدعلي مظهر سکهر جېل کې بند محمداعظم او عطاالله قاسم ته د اورول شوې تېزندۍ د سزا ځنډولو امر کړی دی .

راپورونه وايي د سزاوارو لخوا د هغويي وکيل عدالت ته خواست کړی ؤ، چې د سزا په ضد يي ټول اپيلونه رد شوي دي ، خو دويې سترې محکمې د اورول شوؤ فېصلو د نظرثانۍ خواست کړی ، او په هغې لا کاروايي نه ده شوې . د عدالت نه خواست شوی چې د سترې محکمې لخوا د فېصلې راتلو پورې دې د تېزندۍ عمل وځنډول شي .

محمداعظم او عطاالله قاسم ته په کال ۲۰۰۲ کې د يو ډاکټرعلي رضا د وژنې په جرم کې د تېزندۍ سزا اورول شوې .

راپورونه وايي دواړو سزاوارو ته صبا د نهې په ورځ تېزندي ورکول کېده .

پاکستان کې د تېزندۍ ورکولو په سزا عمل په داسې وخت کې پېل شوی چې پېښور کې د طالبانو لخوا په سکول د بريد وروستو وزيراعظم نوازشريف د تېزندۍ د عملي کېدو منظوري ورکړې ده .

د اتوار په ورځ د پنجاب صوبې د فېصل اباد په جېل کې څلور مجرمان تېزندي کړی شوي ، او د هغې نه وړاندې د جمعې په ماښام هم په دغې جېل کې دوه نور کسان تېزندي کړی شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG