لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دوو مقدمو کې د عمران خان ضمانت منظور شوی، د پي ټي ايي په سلګونو کارکونکي ګرفتار کړی شوي


 عمران خان وایي دهغه نیول یوه پلمه ده اؤ په دې پلمه یې مخالفین غواړي هغه ووژل شي
 عمران خان وایي دهغه نیول یوه پلمه ده اؤ په دې پلمه یې مخالفین غواړي هغه ووژل شي

د لاهور های کورټ په دوو مقدمو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ضمانت منظور کړی دی او پولیس د عمران خان تر 300 پورې پلویان امنیتي ادارو سره د جګړو او د اور لګولو په الزام ګرفتار کړي دي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه لاهور های کورټ د مارچ د میاشت د 27 نېټې پورې د عمران خان حفاظتي ضمانت منظور کړو.

د رپورټ ترمخه عمران خان د خپلې حفاظتي عملې ترڅنګ عدالت ته حاضر شوی و.

د دې نه وړاندې لاهور های کورټ په زمان پارک کې د عمران خان په کور د پولیس د اپرېشن په اړه د توهین عدالت مقدمه واورېدله.

د وي او ای اردو څانګې رپورټ وایي عمران خان عدالت ته وویل چې هغه د مقدمې د سماعت دپاره اسلام اباد ته تللی و چې پولیس د هغه په کور ورغلل. هغه وویل دغه اقدام د عدالت د امر توهین دی. هغه زیاته کړه د هغه په کور کې ښېښې ماتی کړی شوي او د هغه مېرمن چغې په کېمره کې ریکارډ شوي دي.

د توهین عدالت په مقدمه کې عدالت د پنجاب پولیس مشر یا ايي جي په شمول نورو فریقېنو ته د مارچ په 28 عدالت کې د حاضرېدو امر وکړو.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه، د پي ټي آيي د کارکونکو د ګرفتاریو خبره پولیس او د ګونډ چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.

پولیس په یو بیان کې وویل تر 200 پورې د پي ټي آيي کارکونکي په اسلام اباد او نور په لاهور کې ګرفتار کړی شوي دي. د رپورټ ترمخه په نیول شوي کسان د ترهګرۍ او د نورو الزاماتو سره مخامخ دي.

دا مهال چې د عمران خان او د حکومت ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی، حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ پارلېمنټ مشترکه غونډه رابللې ده.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په اقتدار کې د شاملو د پي‌ ډي ایم ډ‌لو غونډه د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې وشوه. د غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل شو چې په دغه غونډه کې د هېواد په اقتصادي، سياسي، داخلي او خارجي چارو، د امن او امان په صورتحال تفصيلي خبرې وشوې.

دغه غونډه په دې تناظر کې وشوه چې په تېرو څو ورځو کې دپاکستان تحریک انصاف دفعالینو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړو کېګڼ شمیر پولیسو اؤ سیاسي فعالانو د ژوبل کیدو رپورټونه مخې ته راغلي.

د حکومتي اتحاد د غونډې په اړه اعلامیه وایي په ناسته کې د عمران خان په امر په پوليسو او رېنجر ځواکونو دشوؤ بريدونو غندنه شوې ده .

بیان کې ویل شوي چې د کالعدم تنظیمونو د روزل شویو کسانو لخوا په ریاستي مامورینو بریدونه داندېښنې وړ دي اؤ دا به هیڅکله نه زغمل کیږي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې(دتحریک انصاف ګوند دفعالانو پرضد) شواهد او ثبوتونه شته، د قانون له مخې به اقدام وشي.

داعلامیې له مخې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې په عدالتي ودانیو د بريدونو، د پوليس افسرانو اؤ ځلمو د ژوبل کیدو،سرکاري ودانیو اؤ ګاډو ته د زیان رسولو اؤ دمحاصرې داقداماتو پرضد به سخت قانوني ګامونه پورته کولی شي.

حکومتي ایتلاف په پخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه په ګوند تور لګوي چې دقانون واکمنۍ ته غاړه نه ږدي اؤ کله چې په عدالتي امر پولیس دهغه دنیولو هڅه کوي نو د ګوند فعالین یې په پولیسو حملې کوي.

عمران خان وایي دهغه نیول یوه پلمه ده اؤ په دې پلمه یې مخالفین غواړي هغه ووژل شي.

عمران خان دریځ لري چې نزدې 100مقدمې یې پرضد درج شوې دي چې ټولې دروغ دي خو حکومت بیا وایي چې دعمران خان پرضد انتقامي ګامونه نه اخلي بلکې دقانون عملداري پځائ کوي.

عمران خان وايي حکومت د هغه په پلویانو زور زیاتی کوي او بغیر د وارنټ یا د عدالتي امر يې ګرفتاروي. هغه وویل حکومت د هغه د ګوند خلاف د "فاشز" نه کار اخلي او غوښتنه یې وکړه چې د پي ټي ايي نیول شوی کارکونکي دې ازاد کړی شي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي عمران خان د عامو انتخاباتو غوښتنه کوي خو وزیراعظم شهبازشریف دغه مطالبه رد کړې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې او د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټونه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG