لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هايي کورټ حکومت ته د نواز شریف نامه د اي سي اېل نه لرې کولو امر کړی


د پاکستان پنجاب ایالت لاهوراعلا عدالت یا هايي کورټ د ملک پخواني وزیراعظم ته په بهر ملک کې د علاج لپاره د څلورو هفتو اجازت ورکړی او د نوموړي نوم یې د ملک نه بهر تلونکو کسانو د څارني فهرست یا ایګزیټ کنټرول لسټ نه د لري کولو امر کړی.

لاهور هايي کورټ د پاکستان مرکزي حکومت ته امر کړی چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف نامه دې د اېګزټ کنټرول لسټ نه لرې کړي او نوموړي ته دې د ۴ اونیو لپاره د بهر تګ اجازه ورکړي. عدالت په خپله فیصله کې ویلي که نواز شریف ته د علاج لپاره د نور وخت ضرورت وي نو د هغې لپاره به عدالت ته بیا خواست کوي.

د جسټس علي باقر په مشرۍ کې د لاهور هايي کورټ دوه کسیزه ډلې یا بنچ په خپله فیصله کې د تحریک انصاف حکومت لخوا په نواز شریف لګول شوی شرط هم رد کړی او د شهباز شریف په حلفیه بیان يې نواز شریف ته د بهر تګ اجازت ورکړې. عدالت په خپله فیصله کې ویلي چې کله عدالت نواز شریف ته ضمانت ورکړو نو بیا د حکومت لخوا د شرط اېښودو څه جواز نه جوړیږي.

د خالي په سهر د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف لاهور هائیکورټ ته د خپل ورور میا شهباز شریف په لاس په لیکلي ډول ضمانت ورکړی چې نوازشریف که دهیواد نه بهر علاج دپاره لاړ شي نو له رغیدو وروسته به بیرته هیواد ته راګرځي‌.

د بیا راتلو په اړوند د حلفیه بیان ورکولو وروسته محکمې ویلي نوازشریف درې کرته د هیواد وزیرعظم پاتې شوی اؤ محکمه داسې نه ګڼي چې ګنې یو ځل نوازشریف له هیواده اوځي ،بیا به نه راځي.

د خالي په ورځ دپاکستان حکومت د علاج دپاره د نوازشریف هیواد نه بهر تګ دپاره دضانتي پیسو دحکومت پځائ محکمه کې داېښودلو وړاندیز کړی ؤ خو محکمې دشهباز شریف څخه لیکلی ضمانت وغوښتو چې نوازشریف به بیرته هیواد ته راګرځي اؤ د شهباز شریف وکیلانو دغه ضمانت په محکمه کې جمع کړو.

دهیواد پخوانی وزیراعظم چې دا مهال دغبن یوه دوسیه کې د اوو کالو دبند د سزا څخه د ناروغتیا له امله د دوؤ میاشتو په ضمانت له زندانه وتلی، دکورنۍ غړي اؤ ډاکټران یې وایي چې روغتیایي وضعیت یې داندېښنې وړ دی اؤ دهیواد نه بهر دعلاج دپاره باید په سمدستي توګه د سفري بندیزونو د نوملړ نه دهغه نوم وویستل شي.

خو تیره اوونۍ دمرکزي کابینې د ذیلي کمیټۍ غونډه کې پرېکړه شوې وه چې نوازشریف که د هیواد نه بهر ځی نو ورته به دپیسو په شکل کې هیواد ته د بیا راستنېدو ضمانت ورکول وي.

لاهور هائیکورټ ته د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف د جمعې په ورځ درخواست ورکړی ؤ او د تحریک انصاف د مرکزي حکومت هغه پرېکړه یې پکې چېلنج کړې، چې بهر ته د نواز شریف د درملنې لپاره یې د اوو اربه روپیو دضمانت شرط ایښودی وؤ.

دشهباز شریف د خواست اوریدنه نن د قاضي باقر نجفي په مشرۍ د هائیکورټ دوه کسېزې څانګې کړی دی اؤ په دغه مهال سرکاري وکیل اشتیاق احمد دریځ خپل کړی چې د نوازشریف روغتیایي وضعیت داندېښنې وړ دی ،حکومت غواړي چې هغه باید علاج دپاره بهر لاړ شي‌،

هغه وویلکه چرې حکومت دنوازشریف نه دضمانت پیسې غواړي اؤ دهغه ګوند حکومت ته د پیسو ورکولو کې څه ستونزه ګڼي نو دغه ګوند باید ددی پیسو برابر ضمانت محکمه کې جمع کړي یا دې محکمې ته ډاډ ورکړي.

د دواړو خواؤ د وکیلانو له دریځونو اوریدلو وروسته محکمې د شهباز شریف د وکیلانو نه لیکلی ضمانت وغوښتو چې نوازشریف که د هیواد نه اوځي نو بیرته به هم راستنیږي.

دعدالت په غوښتنه د شهباز شریف وکیلانو محکمې ته لیکلی ضمانت ورکړو چې نوازشریف به له رغیدو وروسته هیواد ته بیرته راستنیږي.

د شهباز شریف د وکیل امجد پرویز لخوا محکمه کې په جمع کړل شوي لیکلي ضمانت کې ویل شوي چې نوازشریف دپاکستاني ډاکټرانو په وړاندیز دهیواد څخه بهر ځي، کله چې هم بهر نوازشریف روغ شي اؤ‌ ډاکټران اجازه ورکړي نو هغه به بیا هیواد ته راستون اؤ محکمو کې به د خپلو دوسیو سره مخ شي.

د سفري بندیزونو دنوملړ نه د نوازشریف دنوم ویستلو دپاره د شهباز شریف په عریضه اوریدنه لاهور هائیکورټ کې دوام لري اؤ‌ هیله ده په لږه شیبه کې به محکمه خپله پرېکړه وکړي.

خو د پاکستان یو مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا محکمه کې دشهباز شریف لخوا په جمع کړل شوې حلف نامه بې باوري ښکاره کړې اؤ په ټوئټر یې لیکلي چې د نوازشریف وکیلانو کومه حلف نامه تجویز کړی هغې کې یوازې دا باور ورکړل شوی چې میا صیب بیا نه راځي .

دنوازشریف دکورنۍ سرچینو مطبوعاتو ته ویلي د نوازشریف په وجود کې دسپینې وینې کچه ډیره لاندې تللې ده اؤ هغه په عامه الوتکه کې دسفر کولو جوګه نه دی ځکه نو دهغه دپاره دقطر هوایي شرکت ایمبولینس الوتکه کې دهغه دبوتللو تابیا شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG