لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: چارواکي وایي د حافظ ګل بهادر ډلې په وسله والو ډرون حمله کې درې ترهګر وژل شوي


د پښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د مشکوکو وسله والو په یو مرکز ډرون حمله شوې چې د حکومتي چارواکو په وینا د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې درې وسله پکې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو وینا ده دا حمله بیګاه (د نهې- سه شنبې) ماښام د لکي مروت په سره درګه کې شوې چې پکې د هوا څخه د وسله والو یوه ځاله ویشتل شوې ده.

د پاکستان پوځ ددې برید په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي او نه وسله والو پرې څه بیان جاري کړی دی.

سره درګه د بنو جاني خېل سره جوخته سیمه ده او ځايي خلک وايي دغلته د شمالي وزیرستان ضرب عضب عملیاتو نه بې کوره شوې زیاتې کورنۍ مېشته دي چې د کډوالۍ ژوند تېروي .

لکي مروت هغه سیمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې زیاتې چټک شوي او دوه ورځې وړاندې د لکي مروت په ګنډي چوک سیمه کې نامالومه وسله والو د خېبر او کراچۍ ترمینځ د ګاډ د تګ راتګ په مرکزي سړک اڼډس هایي وې ناکه لګولې وه چۍ مقدمه یې پولیسو سره درج شوې ده.

امنیتي سرچېنو ویلي دوی ته کره اسخباراتي معلوت تر لاسه شوي وؤ چې دغلته وسله وال خوندي ځاله لري او د بریدونو کولو پلان جوړوي.

د دوی وینا ده د ډرون د لارې دا ځاله ویشتل شوې چې په بشپړه توګه تباه شوې او په برید کې درې وسله وال وژل شوي چې پکې یو مهم توندروه کمانډر هم شامل دی او دوه نور ژوبل شوي دي .

په برید کې د وژل شوؤ کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

سرچینو د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو نه ده څرګنده کړې خو په سیمه کې یو امنیتي افسر د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، په برید کې د وژل شوؤ کسانو تړاو د شمالي وزیرستان د وسله والو د شورا مشر حافظ ګل بهادر ډلې سره دی چې دعلته د ناامنۍ او په ځانګړي ډول د عامو خلکو په هدفي وژنو او په امنیتي ځواکونو بریدونو کې ککړ وو.

دغه چارواکي وویل دې نه وړاندې وسله والو ته لارښوونه شوې وه چې ترهګري پرېږدي اؤ په قامي چوکاټ کې شامل شي خو اوس په حکومتي کچه د وسله والو په بشپړه توګه د ختمولو پرېکړه شوې چې ترمخه به یې دوي ته نور پراخه ضربونه لګول کیږي .

دې نه وړاندې د پاکستان په قبایلي سیمه کې نیزدې د ۴۰۰ نه زیاتې امریکايي ډرون حملې شوي او په حکومتي کچه دا ډرون حملې غندل شوې دي.

خو دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم څرګند کړي وویل امریکايي ډرون بریدونو کې د څارګرو بې پایلوټه الوتکو څخه توغندي داغل کېدل خو دا وړوکي ډرونز دي چې زیاتره د ویډیوز د پاره کارول کیږي او دا په هوا کې د بیټرۍ د لارې یو ساعت الوت کولی شي چې د دوؤ کلو بارودي توکيو یا بم وړلو صلاحیت لري چې په هدف یې ګزار کړي.

دا هوایي عملیات په داسې کې حال شوي چې دوه ورځې وړاندې د ملک د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ د نیشنل ایکشن پلان د ایپکس کمیټې غونډه کې د استحکام پاکستان په نوم د نوؤ عملیاتو منظوري ورکړل شوې اؤ تېره ورځ وفاقي کابېنې هم دا عملیات منظور کړي.

په پاکستان کې بیلابیلو سیاسي ګوندونو ددې د عزم استحکام په نوم د نوؤ عملیاتو سره کلک مخالفت ښودلی اؤ ویلي یې دي حکومت په دې پلمه یو وارې بیا خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې خلک کډوالیو اؤ بدو ورځو ته جوړوي اؤ غواړي په دې نویو عملیاتو د نړۍ نه ډالر ترلاسه کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG