لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهند ستره سندرغاړې لتامنګیشکر د۹۳کالو په عمر کې مړه شوه


دهند ستره سندرغاړې لتامنګیشکر دکرونا ناروغۍ له امله د۹۳کالو په عمر خپلې سترګې دهمیش لپاره ددې نړۍ نه پټې کړې دي.

لتا منګیشکر ته د تیرې میاشتې په ۱۱مه نېته دکرونا وایرس اخته ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ اؤ دسختې ناروغتیا په حالت کې دممبۍ بریج کینډي روغتون کې بستر کړل شوې وه.

دهغې په مړینه دهندحکومت د دوؤ ورځو دملي ویر اعلان کړی دی اؤ دوه ورځې به په هند کې دلتامنګیشکر په یاد کې ملي بیرغ نیم کښو وي.

دهند وزیراعظم نریندرا مودي وایي دلتامنګیشکر غمژنې مړینې سخت ځورولی اؤ دهندوستان دټولو خلکو سره هغه په دې غم کې برابر دی.

دهندي رسنیو د رپوټونو له مخې لتاجي په کرونا وایرس داخته کیدو سره دنمونیا ناروغۍ ښکار هم وه اؤ هغه په روغتون کې ډاکټرانو په وینټي لیټر ساتلې وه خو تیره ورځ یې طبیعت بیخي ناسازه شوی ؤ اؤ علاج کوونکي ډاکټر یې پرتییت صمداني رسنیو ته ویلي وؤ چې د ژوند اؤ مرګ په یو نازک پړاؤ ولاړه ده.

لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته.

۹۳نوي کلنې لتامنګیشکر په ۱۳ کلنۍ په کال ۱۹۴۲م کې دخپل پلار پنډت دینا ناتهـ له مړینې وروسته په سندرو ویلو پیل کړی ؤ .

لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته.

دهنر په نړۍ کې له قدم اېښودلو سمدستي وروسته هغې په یو څو فلمونو کې هم کار هم کړی ؤ خو مشهوره وروسته ترهغې شوه چې په کال ۱۹۴۹ کې یې دمحل نومې یو هندي فلم لپاره دا سندره وویله چې" آئے گا آنے والا آئے گا"

دخپل اویا کلن هنري ژوند په اوږدو کې هغې په بیلابیلو ژبو کې تر۳۰زرو زیاتې سندرې ویلي دي اؤ په دې سندرو کې دهغې د اردو ژبې ګڼ شمیر سندرې زیاتې مشهورې شوې دي.

دهغې په زیاترو سندرو دنیمې پیړۍ څخه د زیاتې مودې تیریدو باوجود نن هم په هند کې دننه اؤ بهر دموسیقۍ مینه وال دهغې دغه سندرې په شوق سره اوري.

دهند وزیراعظم نریندرا مودي د لتامنګیشکر په مړینه خواشیني ښودلې ده اؤ په ټویټر یې دهغې دعکس خپرولو سره لیکلي "زه دخپلو وطنوالو سره دمشرې خور لتا په مړینه دهغوئ په غم کې شریک یم"

وزیراعظم مودي زیاتوي "دلتامنګیشکر سندرو رقم،رقم روحیه ورکوله اؤ هغې ترڅو لسیزو دهندوستان فلمي نړۍ کې بدلونونه دنزدې څخه لیدلي وؤ ،دفلمونو ترڅنګ هغه دتل لپاره دهندوستان پرمختیا ته هم لیواله وه اؤ یو پیاوړی اؤ پرمختللی هند یې لیدل غوښتل"

لتا مشنګیشکر ته دهغې په غوره هنري خدماتو دهند دننه لوړو دولتي اؤ غیر دولتي مډالونو اؤ جائزو ورکړل کیدو ترڅنګ دنړۍ بیلابیلو هیوادونو کې هم مهمې جائزې اؤ ایوارډونه ورکړل شوې دي

دهند حکومت په کال ۱۹۶۹ کې هغې ته دهند دریم ستر سول ایوارډ بدما بهشن، کال ۱۹۹۹ کې دوهم ستر ایوارډ ویبهشن اؤ په کال ۲۰۰۱ کې تر ټولو ستر ایوارډ بهارت رتنا ورکړی ؤ.

دلتا منګیشکر مړینه په هند کې دننه اؤ بهر د ژوند بیلابیلو مدونو سره تړاؤ لرونکو وتلو شخصیاتو دموسیقۍ لپاره ستر زیان ګڼلی دی اؤ دهغې په مړینه په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دغم اؤ خفګان دڅرګندونو لړۍ دوامداره ده.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري هم دلتا منګیشکر په مړینه دغم څرګندؤنه کړې اؤ په ټویټر یې لیکلي چې دلتا منګیشکر مړینه دموسیقۍ د یو دور خاتمه ده.

هغه وایي "لتاجي تر لسیزو د سر په نړۍ حکمراني کړې ده اؤ ترڅو چې نړۍ ودانه وي نو دهغې د غږ جادو به ژوندۍ وي"

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف په ټویټر لیکلي "د لتامنګیشکر په مړینه نړۍ دیوې داسې سندرغاړې نه محرومه شوه چا چې پخپل خوږ غږ نسلونه مسحور کړي وؤ"

دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز وایي لتامنګیشکر دیو هیواد یا منطقې سندرغاړې نه وه بلکې هغې دنړۍ په کچه دخپل خوږ غږ بې شمیره مئینان لرل اؤ دنړۍ دګڼو هیوادونو سندر غاړو دهغې د ویل شوؤ سندرو نه فن اؤ هنر ایزده کړی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې میرمن شکیله ناز ویلي لتامنګیشکر چې کومې سندرې ویلي هغه دهیریدو نه دي اؤ ترڅو چې په نړۍ کې دسندرې نوم شته نو دلتاجي نوم به په دې سندرو ژوندی پاتې وي.

هغې دلتامنشګیشکر مړینه دهنري نړۍ لپاره یو نه سرکیدونکی زیان ګرځولی اؤ ویلي یې دي "لتاجي بس یوه وه چې لاړه اؤ بیا دداسې عظیمې فنکارې پیدا کیدل پیدا به کیدای شي څو صدۍ وخت ونیسي"

شکیله ناز وایي لتامنګیشکر خپل ټول ژوند فن اؤ هنر ته وقف کړی ؤ اؤ دهغې په مړینه نن په ټوله هنري نړۍ کې د ویر اؤ خفګان فضاء جوړه شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG