لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په دې وطن کښې نه ازاد یم او نه غلام


د نابغه خوشحال خان خټک یو لاس خپلې غاړې ته په زوړنده توره دی او په بل کښې یې د طاؤس نری وزر دی— د هغه په فکرانگېزه سترگو کښې ډوبه خاموشي ده او داسې بریښي گني هغه د دې عصر د قومونو د پرمختگ په زغل کښې د پښتون قام دې بې منزله سفر غمجن کړی وي— زه گمان کومه چې لوئ اتل راڅخه تپوس کوي—

د اباسين په غاړه پراته پښتانه لا وس هم غلامان دي؟

ما لطيف لالا (عبدالطيف افريدی صېب) ته ټليفون کړی دی— زه غواړم چې د پاکستان د ریاست دامتیازي قانون د لاسه د مودو راهسې د ځپلو شوؤ قبايلي سيمود پښتنو په چارو ورسره یوه مرکه وکړم— زه غواړم چې د لالا څخه تپوس وکړم په فاټا کښې د ايني اصلاحاتو لپاره دهېواد په پارلیمان کښې د پریکړو په ځاېی د دغه سيمې د اولس د برخې فیصلې کمیټۍ ولې کوي—

لالا چې ټليفون پورته کړي نو د جوړ پخیرپه وخت د خپلې سياسي مبارزې، کړاوونو، خواهشونو او ارمانونو مرثيه شورو کړي— زما تپوس په ځائ پاتې شي!

"رحمانه! په یو داسې وطن کښې وسم چې نه خو پکښې ځان ته غلام ویلی شم او نه ازاد!"

د لالا دغه خبره داسې وه لکه گني هغه د خپلو قامي تحريکونو په فکري گنگستیا گواهي کړي وي —

ما محسوس کړه چې گني لالا د خپلې سیاسي مبارزې په میدان کښې د ماتې خوړلو اعتراف کوي — ما محسوس کړه گني یو بې وسه شوی سپين روبي پښتون ځان ته ملامتیه واېي—

لا لا په ټليفون زما په غوږ کښې د وطن په دشتو، سردرو کښې د پروت قام د بې وځلۍ قيصه کوله او ما ځان ته مخامخ په دیوال لگيدلي د خوشحال خان نيکه د تصوير په سترگو کښې ډوبې خاموشۍ ته په زړه زړه کښې ویل غوښتل چې او – پښتانه لا وس هم غلامان دی!

ولې دومره زړه ماتې شوی یې لطيف لالا ؟ په کوم بنیاد د خپل ژوند په اخري پړاؤ کې د غلام.. غلام.. ساندې واېئ؟ ما ورنه په حیرانه حیرانه لهجه کښې تپوس وکړو—

"اخرکومه خبره ده چې ما ازاد ثابتوي"؟ لالا ماته قيصه شورو کړه—

"پښتنو د برصغير د اذادۍ په جنگ کښې میړانه کړی ده"!

"پښتنو جیلونو خوړلي دي"!

"پښتنو شهیدان ورکړي دي"!

"د پښتنو د وطن یوې برخې ته پاکستانیان علاقه غیروايي"—

"په پښتنو دغدارۍ تهمتونه پورې کیږي"—

"د پښتنوسره د وسایلو په ویش کښې پنجاب زیاتې کوي" او پښتون داسې شو او پښتون داسې شو— لالا په اوچت اواز کښې په یوه ساه څه فریاد څه تورونه او څه گیلې تیرې کړلې-

دغه شان قیصه د پښتنو زیاتره مشران اکثره په خپلو تقريرونو کښې تکراروي او شاعران پرې تل ساندې لیکي—

خوما غوښتل چې لالا د خپل عمر، سیاسي پوهې ، علم او تجربې په رڼا کښې ما په دې پوهه کړي چې هغه کومې بنیادي خبری دي چې د پاکستان په خاوره پرې د پښتنو یو سپين روبې مشر د خپل بنیادي شناخت په حقله وس گنگس دی—

لالا دغه خبری خو تاسو د پخوا راهسې کوئ وس داسې څه شوي چې ته ځان ته غلام ویل غواړی؟

د لالا سپينه خبره شورو کړه–

"پاکستان د پنجاب په پنجو کښې گیر دی — په موجوده پاکستان کښې د پوځ پخواني مشر جنرال مشرف او د هغه ادارو په پښتنو د سوات نه واخله تر قطبي وزیرستان پورې طالبان سواره کړي دي— په خپل وطن کښې په پښتنو خونکاره خپسه ناسته ده- په زرگونو بچي، ځلمي او مشران یې راته مړه کړل او لا مو وژني -چې د کوره ووځو نو راسره ویره مل وي څوک به مو وژني غل به مو معلوم وي کنه؟"— لا لا وئیل

"په تیرو پينځلسو کالوکښې د پښتنو په زرگونو بچي، ځلمي، مشران اوژل شول او د نوي نسل په ذهنونو راته د تندروۍ کرونده وشوه—

سکولونه مو وران شول، د هنر او کلتور کورونو ته مو تالې لگيدلي دي- ټولې اداری مو تباه شوې – اقتصاد مو ختم شو—

ځمونږ اتلان په رهزنو اړول کیږي او د اغیارو یرغلگر د تاریخ تورزن گڼل کیږي— او دا هر څه د پاکستان پوځ کوي— وس په دې خبره یو عام پښتون هم پوه دی"—

ما مخامخ په ديوال لگيدلي د خوشحال خان تصوير ته په زړه زړه کښې وئیل—

نيکه! د مغلو چارې ستا په خیلخانه ستا د عصرڅخه راروانې دي- لا ختمې نه دي—

ما ورته ویل نيکه! ستا په وطن کښې وس ښاماره لنگه شوې ده — په غرونو دشتو کښې یې رنگ په رنگ ښاماران زیږولي دي او د لنگې ښامارې خله د شودو په سين کښې ډوبه پرته ده-

ما د خوشحال د تصوير سره خبری کولې او لالا لگیا ؤ—

"پاکستان د فيرنگي وارث دی او زه یې نیولی یم- که ما څوک پينځه زره ټوټې کړي خو زه به ددې خبرې څخه وا نه وړم چې زه افغان یم— د پاکستان پليتې ادارې مونږد خپل دښمنان گڼي" د لالا خبره لا ختمه نه وه

"پاکستان وس د تورخم پله هم پښتنو ته تړل غواړي خو دا د ډیورنډ کرښه خو د پښتنو په سينه راښکل شوې ده—

وس که پاکستان په اقتصادي توگه هم پښتانه هلاکول غواړي نو زه په کومه خله ځان ته اذاد وویمه"؟

د لالا لهجه لا توده شوه — ما غوږ ته ټليفون نیولې ؤ— خو-

دا ځل چې ما په دیوال لگيدلي د خوشحال تصوير ته کتل نو لکه هغه چې د لطیف لالا خبری اوريدلي وي — او وس تپوس ترې کوي—

په پاکستان کښې خو پينځه کروړه پښتانه دي نو دا ټول وس ستا په شان ددې ظلم په خلاف چغې وهي او د خپل شناخت په حقله گنگس دي کنه دويي په دغه غلامۍ کښې خوشحاله دي؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:39:09 0:00
Direct link



  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG