د بلوچستان ولس خرابې امنیتي وضعې د اندېښنو سره مخ کړی
بلوچستان ایالت کې د خرابې امنیتي وضعې له کبله د ځايي خلکو اندېښنې سېوا شوي او دوي وايي چې کله هم ټاکنې رانژدې کیږي په ایالت کې امنیتي حالت نور خرابیږي. خو لنډ مهاله حکومتي چارواکي بیا وايي د صوبې امنیت یې لومړیتوب دی او د دغې لپاره د هر یو ګوند او ډلې سره خبرو ته تیار دي. د صوبې د امنیت په اړه نور حال حمید سمسور وړاندې کوي.