لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعظم تارړ:لادرکه کسان یوازې پوځي ادارو نه دي پورته کړي،کیدای شي دوي سي ټي ډي سره هم وي


دبشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په وړاندې ورځو کې په يو بېان کې ویلي وو چې د پاکستاني چارواکو په ګډون قانون نافذ کوونکې ادارې او د هېواد عدالتي فوجدارى نظام د جبري لا درکیو د ختمولو په لړ کې سياسي عزم څرګندولو کې ناکامه شوي دي
دبشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په وړاندې ورځو کې په يو بېان کې ویلي وو چې د پاکستاني چارواکو په ګډون قانون نافذ کوونکې ادارې او د هېواد عدالتي فوجدارى نظام د جبري لا درکیو د ختمولو په لړ کې سياسي عزم څرګندولو کې ناکامه شوي دي

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه کړی شوؤ تنانو د قضيې د هواري لپاره د مرکزي کابينې د ذیلي کمېټۍ مشر سنېټر اعظم نذير تارړ ویلي چې د لادرکه تنانو دستونزې د کوټلي حل اړخ ته به ځي او ښکاره کړې یې ده چې دا تنان يوازې پوځي ادارو نه دي لادرکه کړې بلکې دا کسان د ترهګرۍ ضد سويلين محکمې کاونټر ټېررزم ډيپارټمنټ سره هم کېدای شي.

د نهې سه شنبې، په ورځ د یادې کمېټۍ د دوېمې غونډې وروسته د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې سنېټر اعظم نذیر تارړ دا هم ویلي چې د کمېټۍ راتلونکې غونډې ته به د ډیفنس اف هيومن رایټس مشره امنه مسعود جنجوعه او د ځینو سياسي ډلو استازي هم رابلي.

پرونۍ غونډې ته د پيپلز ګوند مخکښ مشر او د بشري حقونو فعال فرحت بابر هم وربلل شوی ؤ او نوموړي ډيوه ته ویلي چي کمېټۍ ته ېې شپږ سپارښتنې ورکړي چې يوه پکې د خفيه ادارې ايي اېس ايي کردار د قانوني چوکاټ لاندې راوستل هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر ګل په ورځ اسلام اباد هایکورټ د لادرکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره مرکزي حکومت ته وروستۍ موقعه ورکړې او ویلي یې دي که حکومت دې لړ کې کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو بیا دې وزير اعظم د ستمبر په نهمه نېټه عدالت ته وړاندې شي.

د سنېټر اعظم نذیر تارړ وینا وه چې کمېټي به په لږ وخت کې ددې ستونزې د کوټلي او غوڅ هواري اړخ ته ځي.

تېره ورځ د یادې کمېټۍ دوېمې غونډې ته د پيپلز ګوند مخکښ مشر او د بشري حقونو فعال فرحت اللہ بابر هم وربلل شوی ؤ.

نوموړي ډېوه سره خبرو کې وېلي چې ده کمېټۍ ته د لادرکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره شپږ وړانديزونه ورکړي دي.

هغه وايي په دې کې یو وړانديز د خفيه ادارې ايي اېس ايي کردار په قانوني چوکاټ کې راوستل، دوېم د لا درکه تنانو د موندنې کمېشن له نوي سره جوړول او ددغه کمېشن د لومړۍ غونډې رپورټ عام کول دي.

"او ددې ترڅنګ د پيپلز ګوند په واکمنۍ کې د لادرکه تنانو د ستونزې د څېړلو لپاره د ملل متحده د ورکنګ ګروپ يوه ډله هم پاکستان ته راغلې وه او هغوى هم خپل يو رپورټ تېار کړی ؤ نو ما کمېټۍ ته وویل چې هغه رپورټ دې هم پبلک کړی شى"

له دې مخکې دبشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ په وړاندې ورځو کې په يو بېان کې ویلي وو چې د پاکستاني چارواکو په ګډون قانون نافذ کوونکې ادارې او د هېواد عدالتي فوجدارى نظام د جبري لا درکیو د ختمولو په لړ کې سياسي عزم څرګندولو کې ناکامه شوي دي.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه تنانو د موندنې حکومتي کمېشن د شمېرو ترمخه د کال 2011 نه تر کال 2022 جون پورې د کمېشن سره د جبري لادرکيو 8661 قضيې رپورټ شوې دي چې په کې 6458 قضيې حل شوي او 2238 کسان لا اوس هم لا درکه دي.

خو د بشري حقونو فعالين دا شمېرې له دې هم زياتې ښایي.

د بلوڅ لادرکه تنانو د حقونو تنظیم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز ترمخه نزدې څلوېښت زره بلوڅان لادرکه دي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالېن وايي لا هم څلورو زرو نه زيات پښتانه لا درکه دي.

په پاکستان کې د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د خلکو په جبري توګه د لادرکه کولو تورونه د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي چې کېدی شي دا کسان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي، قانون نافذ کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا افغانستان ته اوښتې وي.

پوځ دا هم وايي چې د لا درکه تنانو دپېېښو څېړلو لپاره د پنډې په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې یې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده.

په پاکستان کې د لادرکه تنانو خپل خپلوان اکثره د ورکو تنانو د موندلو لپاره د هېواد په لويو وړو ښارونو کې احتجاجونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG