لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو لخوا د اوربند ماتولو وروسته دپارلیمان دګډې غونډې رابللو غوښتنې شوې دي


د نومبر په ۲۸مه، کالعدم تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره هغه اوربند پای ته رسوي چې د روان کال له جون میاشتې راهیسې نافذ و. او خپلو اورپکو ته یې د ترهګریزو بریدونه کولو امر وکړو-
د نومبر په ۲۸مه، کالعدم تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره هغه اوربند پای ته رسوي چې د روان کال له جون میاشتې راهیسې نافذ و. او خپلو اورپکو ته یې د ترهګریزو بریدونه کولو امر وکړو-

د تحريک طالبان پاکستان لخوا د نومبر په ۲۸مه نیټه پاکستان سره داوربند ماتولو او خپلو وسله والو ته ټول هیواد کې دترهګریزو بریدونو دامر وروسته د هیواد د وضعیت په اړه د قامي اسمبلۍ او سینیټ غړو د پارليمان د ګډې غونډې رابللو او پر دغه معامله د بحث کولوغوښتنه کړې ده.

مرکزي وزیر ساجد حسین طوري وي او ای یوه سره خبرو کې وایي دا یوه قامی مسله ده باید د پارلیمان ګډه غونډه راوبلل شې او پر دغه معامله بحث وشي چې د خلکو څه سوچ دی او په دې اړه باید ګډه پریکړه وشي-

ښاغلی طوري زیاتوي "زمونږ پښتانه، قبایلې خلک او امنیتي ځواکونه د ووژل شول خو ددې سربېره هم د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې او د مشرانو جرګې وشوې خو د خیبرپښتونخوا خلکو ددې سخت مخالفت وکړو"

د وفاقي وزیر ترمخه په افغانستان کې د طالبانو حکومت راتلو سره تمې څرګندیدې چې په پاکستان کې به امن راشي- خو څه امن نه دی راغلی او ددې پر ځاي هلته افغانستان کې ټي ټي پي د پراخه تګ راتګ فرصت ترلاسه کړو-

هغه وایي" ټي ټي پي د باور خلک نه دي،زه خو وایم چې د دوي پر ضد دې یوځل بیا هغه رنګه پوځي عملیات وشي څنګه چې د کال ۲۰۰۸ څخه تر کال ۲۰۱۳ پورې شوي وو"

تر دې وړاندې د پیپلز ګوند سینیټر رضا رباني په یو بیان کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان له خوا د اوربند د پای ته رسولو اعلان په ډاګه کوي چې د پاکستان خلک ددې هر څه څخه بې خبره ساتل کېږي او دا چې د تشدد ډکې تندروۍ سره د مقابلې لپاره روښانه پالیسۍ ته اړتیا ده.

نوموړي ویلي په تېرو څو مياشتو كښې په ټول هېواد او په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ په پېښو كښې زياتوالي سره سره رياست حقايق پټوي۔

هغه وويل، دولت د هغو سوله ييزو خلکو ملاتړ نه کوي چې د اورپکو پر ضد د ودرېدو توان لري.

رضا ربانی تور ولګولو چې د فاټا خېبرپښتونخوا سره د ضم کېدو څلور کاله تېر شوي خو ریاست دغه سیمې ته مناسب انفراسټرکچر ورکولو کې پاتې راغلی دی.

د پخوانیو قبایلې سیمو څخه سینیټر شمیم اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي حکومت د طالبانو سره ولې خبرې کوي؟ دا څوک دي او د چرته نه راغلي دي؟

"که ریاست اوس هم وغواړي هر څه به سم دم شي- او په دې اړه ریاست په اخلاص سره پریکړو ته اړتیا لري"

د نومبر په ۲۸مه، کالعدم تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره هغه اوربند پای ته رسوي چې د روان کال له جون میاشتې راهیسې نافذ و. او خپلو اورپکو ته یې د ترهګریزو بریدونه کولو امر وکړو-

دغه اعلان یوه ورځ وړاندې له هغې شوی چې د پوځ نوې مشر جنرال عاصم منیر د نومبر په ۲۹مه د پاکستان د پوځ مشري پر غاړه واخیسته-

هم په دغه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د ممکت وزیرې حنا ربانې کهر د افغانستان سفر وکړو او د افغان طالب مشرانو سره یې د امنیت په اړه خبرې کړې وې-

د تحریک طالبان پاکستان له اړخه د تیر ستمبر د مياشتې راهسې بريدونه زيات شوي دي چې پکې زياتره بريدونه دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان، ټانک، جنوبي وزيرستان او شمالي وزيرستان کې ترسره شوي دي .

تیره ورځ په کوټه کې هم د پولیسو پر ګاډې شوې بمې چاودنه د دغه لړې یوه کړۍ ده چې د څیړونکو تر مخه څرکندوي چې ټي ټي پي یوازې په خیبر پښتونخوا کې نه بلکې په بلوچستان کې هم شتون لري-

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG