لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بېروت کې د امریکې له سفارته بهر ډزې شوې، سفارت وایي کارکوونکي یې خوندي دي


د لبنبان په سر ښار بیروت کې د امریکې له سفارته بهر یو وسلوال نن د چارشنبې- شورو په سهار ډزې کړې دي خو سفارت وایي د دوی هیڅ کوم کارکوونکی په ډزو نه دی لګېدلی. د پېښې ذمه واري کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د تېر کال په ستمبر میاشت کې هم دې سفارت ته نیژدې ډزې شوې وې خو چاته په پکې کوم زیان نه وو رسېدلی.

د لبنان پوځ وایي دوی سمدستي بریدګر ویشتلی او په ټپي ‌حالت کې یې نیولی دی چې دا مهال په روغتون کې دی. د پوځ په وینا هغه د شام اوسېدونکی دی او کوم تور واسکټ یې چې اغوستی پر هغه "ای ایس" لیکلی وو.

پوځ ویلي داسې ښکاري چې بریدګر یواځې وو خو وایي سرتېري یې بیا هم په سیمه کې د نورو وسلوالو په لټه کې دي.

د لبنان یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي چې لبناني پوځیانو بریدګر په خېټه کې ویشتلی او ټپي کړی دی.

امنیتي سرچینې دا هم ویلي چې د سفارت د امنیتي ټیم یو غړی هم ټپي شوی دی، خو د سفارت یوه ویاند د رویټرز پوښتنې ته د سفارت د ساتونکو د ټپي کېدو په اړه جواب ونه وایه. د امریکا سفارت د پېښې په اړه پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:

"په ځايي وخت سهار 8:34 بجې د امریکا سفارت ته د ننوتو لارې ته څېرمه د وړو وسلو د ډزو خبر ورکړل شو. د لبنان د امنیتي ځواکونو ای اې ایف، ای ایس ایف او زموږ د سفارت د امنیتي ټیم د چټک غبرګون مننه، زموږ ودانۍ او خوندي دي، پلټنې روانې دي او موږ د کوربه هیواد له امنیتي ادارو سره په نیژدې اړیکه کې یو".

د سفارتي سرچینو په وینا د لبنان لپاره د امریکې سفیره لیزا جانسن دا مهال له لبنانه بهر په سفر ده، خو سفارت په خپل ایکس پوسټ‌ کې دا ذکر نه دی کړی چې هغه چېرې ده.

رویټرز هغه آنلاین خپاره شوي عکسونه تایید کړي چې وایي د مشکوک بریدګر دي او سفارت ته نیژدې د موټر له پارکنګ سره روان لیدل کیږي. رویټرز دا هم تایید کړې چې د هغه پر واسکټ په عربي ژبه "اسلامي" لیکل شوی وو.

د رویټرز یوه کېمره مېن د لبنان امنیتي ځواکونه لیدلي چې وایي د سفارت په شاوخوا کې یې امنیتي پوستې جوړولې او پاس یې د امریکا جوړ هیلیکاپټر څارنه کوله چې د لبنان پوځ ته ورکړل شوی دی.

د لبنان نګران وزیراعظم نجیب میقاتي ویلي دي چې له خپل دفاع وزیر او امنیتي ځواکونو سره د پیښې په اړه پلټنه کوي.

د امریکې سفارت د بیروت شمال ته په ډېره خوندي سیمه کې دی چې د ننوتلو په لاره کې یې زیاتې امنیتي پوستې لري. په 1983م کال کې په بیروت کې د امریکې پر سفارت په ځانمرګي برید کې تر 60 زیات کسان وژل شوي وو.

د تېر کال د اکتوبر په نیمایي کې په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې په لومړیو ورځو کې په سلګونو احتجاج کوونکي په بېروت کې د امریکې له سفارته بهر را غونډ شوي وو. د لبنان امنیتي ځواکونو د دوی د مخنیوي لپاره اوښکې بهونکی ګېس او واټر کېنن یا د اوبو توپونه ویشتلي وو.

لبنان د غزې د جګړې له کبله د ایران د ملاتړې ډلې حزب الله او اسرایلي پوځ تر منځ د جګړې ډګر دی. د اسرایل او لبنان د پولې دواړو غاړو ته په لکونو خلک په دې ویره کې دي چې جګړه به نوره هم پراخه شي.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز او اې پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG