لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لبنان کې د جومات بهر چاودنو کې ۲۸ کسان وژل شوي


د لبنان نه راغلي خبرونه واېي د هیواد په شمالي ښار طرابلس کې په دوؤ موټري چاودنو کې ۲۷ کسان او د صحت د چارواکو په وینا د ۳۰۰ نه سوا وژل شوي دي. چارواکو وېلي دغه چاودنې د جمعی مانځه وروستو د جوماتونو بهر شوي دي.
تر دي دمه د دغې چاودنو ذمه واري چا په غاړه نه ده اغستې.
د ایسوسي ایټډ پریس تر مخه وړومبۍ چاودنه د تقوا جومات بهر اوشوه. دغه جومات ته د حزب الله تندروه ډلی مخالفه سلفي مذهبي عالم شیخ سلیم رافیع او د هغه نور ملګري مانځه له راځي. دویمه چاودنه د وړومبۍ چاودنې پینځه منټه وروستو د جومات بهر شوې ده.
د لبنان په ګاونډي هیواد شام کې د روانې جګړی له امله په دغه هیواد کې هم فرقه ایز فشار سوا شوی دی. د لبنان خلک او سیاسي ګوندونه په دوؤ ډلو کې تقسیم دی، یوه ډله د شام صدر بشر الاسد حکومت ملګري او بله ډله د شامي حکومت مخالفینو پلویان دي. په لبنان کې په روانه میاشت کې دا دویم داسې برید دی.
په بیروت کې امریکاېي سفارتخانې د دغه چودنو په سختو ټکو کې غندنه کړی ده او په ټولو ګوندونو ېي غږ کړی چې د تشدد نه دی لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG